پلټونکې سترګې

پلټونکې سترګې

1963465
پلټونکې سترګې

 

د چاغوالي نړیوال فدراسیون اعلان کړی ، که چیرې جدي تدابیر ونه نیول شي، نو تر ۲۰۳۵ کاله  پورې به د نړۍ نیمایي نفوس د چاقۍ یا ډیر وزن په توګه طبقه بندي شي.

ایا تاسو پوهیږئ چې تر ۲۰۳۵ کاله پورې نیمه نړۍ د چاقۍ د جدي ګواښ سره مخامخ ده؟ د چاغوالي نړیوال فدراسیون اعلان کړی ، که چیرې جدي تدابیر ونه نیول شي ،تر ۲۰۳۵ کاله  پورې به د نړۍ له نیمایي څخه ډیر نفوس د چاغۍ یا ډیر وزن په توګه طبقه بندي شي که چیرې کوم اقدام ونه شي.

 

"په بدن کې د ډیر غوړ راټولول تر هغه حده پورې چې روغتیا ته زیان رسوي" چاغۍ، په توګه تعریف شوې. د ویلو ده چې  د ننۍ زمانې ترټولو لوی روغتیایی ستونزو څخه شمیرل کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په ټوله نړۍ کې له ۱ میلیارد څخه ډیر خلک ډیر وزن لرونکي یا چاغ ګڼل کیږي. په دغو کسانو کې ۶۵۰ میلیونه یې لویان، ۳۴۰ میلیونه یې ځوانان او ۳۹ میلیونه یې ماشومان دي. په هرو ۷ نارینه وو کې ۱ او په هرو ۵ ښځو کې ۱ له چاغۍ سره مبارزه کوي.

پداسې حال کې چې د چاغو خلکو شمیر ورځ په ورځ ډیریږي ، د نړیوال چاغۍ فدراسیون لخوا خپاره شوي ارقام ښیې چې د ډیر وزن او چاغۍ سره مبارزه کونکي شمیر به په ۲۰۳۵ کاله پورې له ۴ میلیارد څخه ډیر شي.

په امریکا، چین، برازیل، هند او روسیه کې د چاغۍ پیښې د نړۍ د ټولو قضیو شاوخوا دریمه برخه جوړوي.

زیات وزن چې په زړه، پښتورګو، ځیګر او تناسلي اعضاوو باندې اغیز کوي، د شکرې، د زړه د ناروغیو، د لوړ فشار، فلج او د سرطان د مختلفو ډولونو د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي.

هغه هیواد چې په میرمنو کې د چاغۍ ترټولو لوړه کچه لري ټونگا دی . پدې هیواد کې د ښځو ترمنځه د چاغۍ کچه ۸۲ عشاریه ۸  سلنې سره په سویلي آرام سمندر کې ټاپو هیواد دی.

سربیره پردې، کویټ، مصر، لیبیا او ختیځ مدیترانې د هغو هیوادونو په توګه ولاړ دي چې په ښځو کې د چاغۍ کچه لوړه ده.

په اروپا کې، رومانیا، یونان، لیتونیا او پرتګال د عمده هیوادونو په توګه ولاړ دي چې د میرمنو د چاغۍ کچه پکې لوړه ده.

په تورکیه کې د هغو ښځو کچه چې د زیات وزن او چاغۍ سره مبارزه کوي کچه  ۳۰.۳ سلنه ده.

په پرمختللو هیوادونو کې د چاغۍ کچه په چټکۍ سره وده کوي.

چاغۍ، چې په تیرو وختونو کې یوازې په لوړ عاید لرونکو هیوادونو کې د روغتیا ستونزه وه، نن ورځ په ټیټ او متوسط ​​​​عاید لرونکو هیوادونو کې مخ په ډیریدو ده.

معلومات په ډاګه کوي چې د ۱۰ هیوادونو څخه ۹ به په راتلونکو کلونو کې د چاغۍ د چټک زیاتوالی تجربه کړي. دا هیوادونه به  په آسیا او افریقا کې ب وروسته پاتې هیوادونه وي.

نړیواله ټولنه بیا وايي چې په دغه هیوادونو کې  د دې ناروغۍ د چټک زیاتوالي سره سره د مبارزې په برخه کې کافي څه نه کیږي.

د هغه راپور له مخې چې د چاغوالي نړیوال فدراسیون لخوا خپور شوی، اټکل کیږي چې د چاغۍ لګښت به تر ۲۰۳۵ کاله پورې هر کال له ۴ ټریلیون ډالرو څخه ډیر وي.


پيوندونه: #پلټونکې سترګې

اړوند خبرونه