د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1935319
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

موږ یوې داسې دوره کې قرار لرو چې په سوریه کې په ۲۰۱۱ کال کې د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره  د انقرې او دمشق ترمنځ مستقیمې خبرې له پیل شوې دي. د دواړو هیوادونو د مشرانو په کچه له لومړیو څرګندونو او نسبتاً مثبتو پیغامونو وروسته، د دفاع وزیرانو او د استخباراتو د ادارو رئیسان په مسکو کې سره وکتل او اوس تمه ده چې د بهرنیو چارو وزیران هم سره وګوري. په داسې حال کې چې روسیه د منځګړي په رول کې ده، د ایران او متحده عربي اماراتو په څېر هېوادونه هم هڅه کوي چې په دې پروسه کې دخیل شي.

 

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ د بهرنیو پالیسو څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته راړوم.

 

په ۲۰۱۱ کال کې د عربي پسرلي تر اغیزو لاندې په سوریه کې پیل شوې  مظاهرې چې  د بشارالاسد د رژیم اړوند د پوځي ځواکونو له وسله والو مداخلو سره وځپل شوې په اصل کې هیواد  ګام په ګام د  کورنۍ جګړه پر لورې بوتو . په داسې حال کې چې ایران او روسیه د رژیم ملاتړ کوي، د تورکیې په ګډون د نړۍ لوی اکثریت د سوریې د مخالفینو ملاتړ کوي. د ازادې سوریې پوځ په جوړیدو سره د رژیم پر ضد پوځي مقاومت پیل شو. په هرصورت، کله چې داخلي شخړې په نیابتي جګړې بدلې شوې، روسیې او ایران په سیمه  کې د رژیم جدي ملاتړ وکړ. داعش، چې په عراق کې د ګډوډۍ او رامنځته شوې تشنې نه په فرصت سره رامنځته شو او د خپل فعالیت لمن يي هر لورې ته وغځولې او په لومړي سر کې یې د اسد د رژیم مخالفین په نښه کړل. له بلې خوا امریکا او لوېدیځو هېوادونو  بیا د داعش پر ضد جګړه په مرکز کې د پیلولو په بهانه  د سوریې له مخالفینو نه خپل ملاتړ پرې کړ. تورکیه چې یوازې پاتې شوه، له روسیې او ایران سره د درې اړخیز میکانیزم په پیلولو سره یې د آستانې بهیر جوړ کړ. د آستانې پروسې څرګنده کړه چې د جګړې ګټونکی شتون نلري او سیاسي حل ته جدي اړتیا ده. بې له شکه، سوریه په یو کنډوالې بدل شو ،  په سلګونو زره خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ، په میلیونونو خلک بې ځایه شول، او د سوریې زیربنا او بنسټیز جوړښتونه په پراخه کچه ویجاړ شوي. له بلې خوا، امریکا د داعش پر وړاندې له جګړې څخه په ګټې اخیستنې سره، د سوریې د  فرات ختیځې سیمې د PYD/YPG، د PKK  ترهګرو ډلو ته د سپارولو سره  پدې سیمه کې د یو ترهګر دولت د جوړولو هڅې پيل کړې. تورکيې  سمدلاسه مداخله وکړ او د امریکا ددې شوم پلان په شنډولو يي پیل وکړ.

تورکیې د  پوځي عملیاتو سره د دې تش په نامه دولت د ملا تیر ورمات کړ او د جعلي او ترهګر دولت  د جوړولو او ختیځ مدیترانې ته غځولو  مخه ونیوله، خو ګواښ لا هم موجود دی.

داسې ښکاري چې پورتنۍ سیاسي حل لارې، له ترهګرۍ سره د مبارزې او کډوالو په چوکاټ کې یوه نوې پروسه پیل شوې ده. ولسمشر اردوغان د پوتین وړاندیز ته یو فرصت ورکړ او د اسد رژیم سره یې د لیدنې اجازه ورکړه. وروسته، د دفاع وزیرانو او د استخباراتو رییسانو په مسکو کې سره وکتل. اوس تمه ده چې د بهرنیو چارو وزیران په نږدې راتلونکي کې سره لیدنه وکړي.  همداشان  په دې پروسه کې د ایران او متحده عربي اماراتو د شاملولو هڅې هم روانې دي.

 

په هرصورت، دا اړینه ده چې وګورو چې د طرفینو  ترمنځ جدي خنډونه  هم شتون لري. د تورکیې اساسي غوښتنې د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا تحکیمول، د PKK ترهګري سازمان  پر وړاندې د ګډو عملیاتو تنظیمول، د ملګرو ملتونو په ملاتړ د نړیوالو مالي مرستو رامنځته کول، د ویجاړو شوو ښارونو په ځانګړې توګه حلب بیارغونه او د کډوالو خپل هیواد ته ستنول دي. البته، د دې ټولو د درک کولو لپاره، د سیاسي حل پروسې دوام، د نوي اساسي قانون جوړول او د یوې داسې ادارې جوړول چې اپوزیسیون پکې مدغم وي. خو د رژيم نښې مونږ ته ښيي چې دغو غوښتنو ته کوم تمايل نشته. د اړونده ارادې نشتوالی ترڅنګ  دا هم یوه جدي پوښتنه ده  چې آیا ظرفیت شتون لري که نه. البته دا باید هېره نه کړو چې رژیم له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، په خپلو خپو د دریدو په برخه کې جدي ستونزې لري، په ځانګړې توګه اقتصاد په بشپړ ډول په ټپه درېدلی او خلک له خوراکي توکو او انرژۍ څخه بې برخې دي. پر دې سربیره له اوکراین سره د روسیې د جګړې په چوکاټ کې رامنځ ته شوی نوی جیو پولیټیکل انډول د تورکیې لاس پیاوړی کړی دی. په دې شرایطو کې، رژیم ممکن د مختلفو امتیازاتو ورکولو ته اړ شي. خو په تورکیه کې د ټاکنو له ترسره کیدو وروسته به د دې بهیر څرنګوالی روښانه شي.



اړوند خبرونه