په افغانستان کې د سیلابونو له امله ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د تیرو درېیو ورځو راهیسې د سیلابونو له امله ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
2135771
د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د تیرو درېیو ورځو راهیسې د سیلابونو له امله ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د موقت حکومت له طبیعي پیښو سره د مبارزې د وزارت ویاند مولا جانان سایق له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د هرات، سرپل، فراه ، لغمان، نورستان او خوست په ګډون د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې سیلابونه راوتلي دي.
سايق يادونه وکړه، چې په تیرو درېيو ورځو کې د سیلابونو له امله ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى، ۱۴۰ کورونه زيانمن شوي او تر دوه زره ډېر څاروي له منځه تللي دي.
په افغانستان کې، د ژمي په میاشتو کې د ډیرو زیاتو واورو د وریدو نه وروسته د هوا د تودیدو له امله سیلابونو ته لاره هواروي. همداشان پدې هیواد کې د کافي زیربناګانو د نه شتون له امله هر کال د سیلابونو له امله په سلګونو تنه ژوند د لاسه ورکوي.