افغانستان لویدیځې برخې نن یو ځل بیا زورورو زلزلو ولړزو

د افغانستان هرات ولایت د تیرې شنبې د ورځې له سختې زلزلې وروسته  نن سهار یو ځل بیا د ریښتر په کچه ۶،۳ او ۵ درجې  په شدت سره غبرګو زلزلو  ولړزاوه.

2049379
افغانستان لویدیځې برخې نن یو ځل بیا زورورو زلزلو ولړزو

د افغانستان هرات ولایت د تیرې شنبې د ورځې له سختې زلزلې وروسته  نن سهار یو ځل بیا د ریښتر په کچه ۶،۳ او ۵ درجې  په شدت سره غبرګو زلزلو  ولړزاوه.

د امريکا د جيولوجيکي سروې څیړنیز مرکز د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې نن سهار یو ځل بیا په ځايي وخت په پنځو  بجو او ۱۱ دقیقو د ۶ عشاریه ۳  درجې په شدت سره زلزله وشوه، چې مرکز يې د هرات د شمال او شمال لويديځ په ۲۸ کيلومترۍ کې و.

له دغې زلزلې ۱۱ دقیقې وروسته په همدې سیمه کې د ریښتر په کچه د ۵ په شدت سره  دوهمه زلزله وشوه.

ویل شوي چې دواړه زلزلې د ځمکې په لس کیلومترۍ کې شوې دي.

له زلزلې وروسته د هرات اوسېدونکي په وېره کې واټونو ته راووتل او په ښار کې د لنډې مودې لپاره برېښنا پرې شوه.

د ویلو ده چې د اکټوبر په اوومه نېټه  د خالي په ورځ  په ځايي وخت د ورځې په يوولسو بجو په هرات ولایت کې چې د افغانستان په لویديځ کې د ایران سره په پوله کې پروت دی پرله پسې سختې زلزلې رامنځته شوې چې له امله يي په زرګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو موقت حکومت اعلان کړی دی، چې په دې زلزله کې تر اوسه شاوخوا ۲۵۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

له دغو زلزلو وروسته لا هم په سیمه کې د زلزلې ټکانونه رامنځ ته کیږي. د زلزلې له امله ځايي خلک خپلو کورونو ته نه شي تلای.

په ننۍ کې زلزلو کې د ځاني  او مالي زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي . بعضو رسنیو بیا ویلي دي چې ننیو زلزلو هم ګنشمیر سیمو ته د پام وړ زیانونه اړولي دي.



اړوند خبرونه