په خوست ولایت کې په یو هوټل برید ګنشمیر پوښتنې ولاړې کړي‌ دي

د افغانستان په خوست ولایت کې پر یوه هوټل برید چې له امله يي ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ډول ډول پوښتنې ولاړې کړي‌ دي.

2024732
په خوست ولایت کې په یو هوټل برید ګنشمیر پوښتنې ولاړې کړي‌ دي

د افغانستان په خوست ولایت کې پر یوه هوټل برید چې له امله يي ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ډول ډول پوښتنې ولاړې کړي‌ دي.

د خوست ولایت  د پولیسو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه برید د خوست په مرکز کې د کري ځدراڼ په نوم په یوه هوټل شوی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې ددې برید په پایله کې ۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو ادعا کړې چې برید د پاکستاني طالبانو  (TTP)  په غړيو  شوی دی.

تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې. همداشان دې برید ګنشمیر پوښتنې هم ولاړې کړي‌ دي.

عیني‌ شاهدانو ویلي دي‌ چې پدې هوټل بمي‌ نه بلکې هوايي برید شوی دی. دا چې دا برید د چا لخوا او څه ډول شوی دی پدې اړه معلومات په لاس کې نشته.



اړوند خبرونه