په افغانستان کې د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې په وروستیو ورځو کې د سختو بارانونو د اورښت په پایله کې د راوتلو سیلابونو له امله ۱۳ تنه مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

1991341

د طالبانو د موقت حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي رسنیو ته ویلي دي‌ چې وروستیو اورښتونو له امله راوتلو سیلابونو تر ټولو زیات لغمان، پکتيا، دايکنډي، خوست، ننګرهار، ميدان وردګو، کندهار، بغلان او غور ولايتونو ته زیانونه اړولي‌ دي.

رحیمي ویلي دي‌ چې  پدې سیلابونو کې ۱۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۸ تنه ټپیان شوي دي، په ځینو سیمو کې سړکونه او د اوبو کانالونه ویجاړ شوي دي.

رحيمي يادونه وکړه، چې له درې زره جريبه زياته کرنيزه ځمکه او ٥٦ کورونه هم زيانمن شوي دي.

په افغانستان کې د اوږدو کلونو راهیسې د روانې  جګړې له امله په ټول هیواد کې زیربناګانو سخت زیان لیدلی او د چا خبره په نشت حسابیږي‌ چې د همدې امله  لږ بارانونه هم د سیلابونو لامل ګرځي‌ او سخت زیانونه رامنځته کوي.

په افغانستان کې چې د وروستیو کلونو تر ټولو سخت ژمی شاته پریښود ، شاوخوا ۱۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

برسېره پردې، د اوړي میاشتې رارسیدو سره ، په شمال او داخلي سیمو کې په لوړو غرونو کې د واورې ویلي‌ کیدو اوبه  د باران سره یوځای کیږي، او  سیلابونو ګرځي.

اړوند خبرونه