د افغانستان د بلخ ولایت والي مولوي محمد داوود مزمل د خپل کار په دفتر کې په چاودنه کې ووژل شو.

د افغانستان په شمال کې د بلخ  ولایت په مقام کې چاودنه وشوه.

1957220

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اصف وزيري اناتولي  خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد د ولايت په مقام کې د سيمه ييزو چارواکو په ګډون د اداري غونډې پر مهال شوى دى.

وزیري د دې خبرې په څرګندولو سره چې په دغه برید کې د بلخ والي محمد داوود مزمل په ګډون درې تنو ژوند د لاسه ورکړی  . ویل کیږي پدي برید کې ۵ تنه ټپیان شوي دي.

عيني شاهدان وايي، د ولايت مقام ته امبولانسونه لېږل شوي او شاوخوا لارې يې د ترافيکو پر مخ تړلې دي.

تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د والي ویاند ویلي دي چې د برید په اړه څیړنې پیل شوي دي.

اړوند خبرونه