په افغانستان کې ۱۵۷ تنو د ډیرې زیاتې یخنۍ او سړې هوا له امله ژوند د لاسه ورکړی

په افغانستان کې په تېرو دوو اوونیو کې د ډیرې یخنۍ او سړې  هوا له امله د ځاني تلفاتو شمیره ۱۵۷ تنو ته لوړ شو.

1937686
په افغانستان کې ۱۵۷ تنو د ډیرې زیاتې یخنۍ او سړې هوا له امله ژوند  د لاسه ورکړی

په افغانستان کې په تېرو دوو اوونیو کې د ډیرې یخنۍ او سړې  هوا له امله د ځاني تلفاتو شمیره ۱۵۷ تنو ته لوړ شو.

د هېواد په پلازمینه کابل کې د شپې له خوا د هوا تودوخه له صفر څخه منفي لس درجې او په  ځینو سیمو کې بیا  له صفر څخه منفي ۳۰ درجو ته راښکته شوې ده.

د طالبانو د موقت حکومت طبیعي پېښو ته  د رسیدو د چارو  وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، په ټول هېواد کې د ډیرې سختې ینخۍ له امله ۱۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې تر ټولو ډېر تلفات په غور، بدخشان، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې دي.

رحيمي وويل چې تر ٧٥٠٠٠ زيات څاروي هم له منځه تللي دي.

بل خوا د افغانستان د هوا پېژندنې انسټیټیوټ وايي، سږ کال په ژمي کې د تودوخې درجه  د تېر کال په پرتله دوه برابره راټيته شوې او تر ټولو سخته یخني په غور ولایت کې دوام لري.



اړوند خبرونه