په هرات ولایت کې ۴۵ تنه په نشه يي توګه روږدو کسانو د یخنۍ له امله ژوند لاسه ورکړی

د افغانستان په لوېديځ  کې  په هرات ولايت  کې د ژمي  له پيل راهيسې په نشه يي توکو ۴۵ روږدي کسان چې په سړکونو کې ژوند کوي، د يخنۍ له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

1933581

د هرات د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير حيات الله روحاني

رسنیو ته ویلي دي "د سړې هوا له پيل راهيسې په نشه يي توکو ۴۵ روږدو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. مونږ په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو بهير پيل کړى دى."

روحاني دې ته په اشارې سره چې په هرات کې له بېلابېلو ولايتونو څخه راغلي په نشه يي توکو روږدي کسان په لارو کوڅو کې ژوند کوي. هغه  يادونه وکړه چې په دې وروستيو ورځو کې شاوخوا ۳۵۰۰ روږدي کسان د بيارغونې مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د اټکل له مخې په ټول هرات ولایت کې شاوخوا ۷۰ زره په نشه يي توکو روږدي شتون لري، چې ډېری یې په لارو کوڅو کې ژوند کوي.

اړوند خبرونه