د افغانستان په پلازمینه کابل کې د جمعې د لمانځه نه وروسته په یو جومات ځانمرګی برید شوی دی.

په کابل کې پر جومات ځانمرګی برید شوی

1914011
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د جمعې د لمانځه نه وروسته په یو جومات ځانمرګی برید شوی دی.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د جمعې د لمانځه نه وروسته په یو جومات ځانمرګی برید شوی دی.

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن جمعه د دسمبر دویمه نیټه د ماسپخین د دوو بجو په شاوخوا کې د کابل  د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د دارلامان په سیمه کې د اسلامي حزب اړوند په یو جومات ځانمرګی برید شوی دی.

ویل کیږي لومړی یو تن ځانمرګي برید کوونکي د جومات په دروازې د موټر بم سره برید وکړ. وروسته بل تن ځانمرګي بیا د جومات په ساتوونکو ډزې وکړې.

د ویلو ده چې دویم برید کوونکی هم  د اسلامي حزب د دفتر د ساتوونکو سره په نښته کې له منځه یوړل شو.

د ویلو ده چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هره جمعه پدې جومات کې امامت کوي.

دا لا معلومه نده چې پدې برید کې حکمتیار ته کوم ځاني زیان اوښتی دی او که نه. ځینو ځايي رسنیو ویلي دي چې حکمتیار له برید روغ رمټ وتلی دی.

ویل کیږي پدې برید کې د حکمتیار دوه تنه ساتوونکي ټپیان شوي دي.

د ددې پیښې د ځاني تلفاتو په اړه دقیق معلومات نشته کیدای شي وروسته نشر شي.

که څه هم طالبانو ددې برید په اړه ډیر زیات جزیات ندي ورکړي خو د کورنیو چارو وزارت ویاند ټکور ویلي دي چې د پیښې په اړه تحقیقات دوام لري.

د ویلو ده چې درې ورځې مخکې د افغانستان په شمال کې په سمنګان ولایت کې په یوې دیني مدرسه کې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۱۹ تنه مړه او تر ۲۰ ډیر ټپیان شوي وو. 



اړوند خبرونه