په افغانستان کې د تاوتریخوالي په اړه د امریکا د لوی درستیز مهمې څرګندونې
د امریکا متحده ایالتونو ستر درستیز مارک میلي وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځه د سولې د هوکړه لیک د لاسلیکیدو سره سره تمه نه کیږي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه صفر ته راټیټه شي.
رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا ستر درستیز میلي ویلي دي چې " په لوی احتمال سره چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه صفر ته راټیټه نشي. دا به سمه نوي چې فکر وکړو چې سمدلاسه تاوتریخوالي کچه صفر ته راټیټه شي. "
هغه وویل چې باید فکر ونکړو چې د امریکا او طالبانو ترمنځه توافق د تاوتریخوالي د مطلق د لمنځه وړو په معنا ندی. کیدای شي چې ددې ډلې لخوا ځینې بریدونه او تاوتریخوالی دام وکړي.
همداشان رویټرز پدې خبر کې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر له قوله لیکلي دي چې واشنګټن به د طالبانو سره په کړي توافق عمل وکړي او په پیل کې به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیره ۸۶۰۰ تنو ته راټیټه کړي. د امریکايي ځواکونو د ویستو لړۍ به د راتلوونکو لسو ورځو په دننه کې پیل شي. همداشان وروسته به د خپلو ځواکونو د ویستو لړۍ ودروي او حالات به ارزیابي کړي چې ایا طالبان په کړو ژمنو عمل کوي او که نه.
د ویلو ده چې طالبانو تیره ورځ په هیواد کې د اور کم د مودې د پایته رسیدو نه خبر ورکړ. طالبانو ویاند خبري رسنیوته ویلي دي چې ددینه وروسته به په امریکايي ځواکونو برید ونکړي او یواځې پر افغان ځواکونو به بریدونه وکړي.
د ویلو ده چې د فبروري په ۲۹ مه نیټه د تیرې خالي په ورځ د امریکا او طالبانو سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو.