د افغانستان او پاکستان په پوله کې نښته دوام لري
افغانستان : پاکستاني امنیتي کسانو غوښتل چې افغانستان لورې ته راتیر شي.
د افغانستان او پاکستان په پوله کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځه نښته وشوه.
د افغانستان د کندهار ولایت د رسنیو او معلوماتو مرکز لخوا پدې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې « نن جمعه د مې پنځمه د سهار په ۳ بجو او ۴۵ دقیقو د سپین بولدک د لقمان او نظر په سیمو کې چې د پاکستان سره د پولې په صفري نقطه کې قرار لري ځینو پاکستاني ملیشو غوښتل چې افغانستان لوري ته راتیر شي چې افغان پوله ساتو يي مخه ونیوله. »
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې وروسته نښته پیل شوه چې دواړو خواوو ته پکې ځاني زیانونه اوښتي دي.
د خبرپاڼې له مخې افغان ځواکونو په سیمه کې د میشتو ملکي وګړو خوندیتوب په خاطر په عملیاتو لاس پورې کړی دی .
د بله پلوه پاکستان بیا ادعا کړې ده چې افغان پوله ساتو په چمن کې ددوې په امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.
پاکستان پلو پدې برید او نښته کې د یو تن د وژل کیدو او ۱۷ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
د افغانستان لورې بیا تر اوسه پورې افغان پوله ساتو ته د اوښتي ځاني زیان په اړه څه ندي ویلي.
د بله پلوه د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نښته اوس هم دوام لري او خال خال د ډزو غږ اوریدل کیږي.
د بله پلوه د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفوري ویلي دي چې افغانستان پوله ساتو ځواکونو د پاکستان د سر شمیرنې په ډلې ډزې کړي دي چې دا ډیره د خواشینۍ ځای دی.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې یو تن مړ او د سرشمیرنې د ډلې د ۴ تنو په ګډون ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي دي چې پاکستان افغان مقاماتو ته د سرشمیرنې په اړه معلومات ورکړي وو خو د هغه سره سره دا پيښه رامنځته شوې ده .
ویاند ویلي دي چ نښته دوام لري چې د همدې امله پاکستان د چمن سرحدي دروازه تړلې ده .