د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبر تورک ورځپاڼې "فلسطین ته د اردوغان پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ګرجستان له لومړي وزير عراقلي كوباخيدزي سره په خبري كنفرانس كې وويل، ټول بشريت بايد د قانون پر بنسټ د فلسطين د ازادۍ لپاره د فلسطين د خلكو له مبارزې څخه ملاتړ وكړي، زه په ټوله نړۍ كې د فلسطين د ملاتړ لپاره د روانو اقداماتو ستاينه كوم. دا یوه ډیر ارزښتناکه خبره ده."
صباح ورځپاڼې "د ګرجستان لومړی وزیر: اردوغان یو رښتینی مشر دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ګرجستان لومړي وزیر کوباخیدزي وویل چې اردوغان یو ریښتینی مشر دی چې نه یوازې د ولسمشر بلکې د ټولې تورکیې د ګټو ساتنه کوي او وویل چې ستاسو رهبري زموږ ټولو لپاره یوه بیلګه ده.
حریت ورځپاڼې "د تورکیې په تاریخ کې لومړی ګام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د بایکار ټیکنالوژۍ شرکت رئیس هالوک بیرقدار وویل چې دوی پرون پولنډ ته د بیرقدار ټي بي ۲ بې پیلوته الوتکو وروستۍ بستې په تسلیمولو سره د تسلیماتو چارې بشپړ کړې. هغه وویل چې په دې توګه، د تورکیې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، موږ په بریالیتوب سره ناټو او اروپايي اتحادیې یو غړي هیواد لوړ تخنیکي تجهیزات صادروي."
د ینې شفق ورځپاڼې " د اروپا لخوا د استانبول د سیرکه جي – قزل چشمې د میترو کرښې ستاینه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د استانبول د سیرکه جي – قزل چشمې د میترو کرښه ، کوم چې د ترانسپورت او زیربنا وزارت لخوا نوې شوی او خدمت ته سپارل شوې ، د اروپا تر ټولو د پرمختللو ریل ګاډو په لست کې شامل شوی دی.
د استانبول د سیرکه جي – قزل چشمې د میترو کرښه د نړۍ یو له مخکښو سفري سایټونو "loneyplanet.com" لخوا د نړۍ د مهمو کرښو په توګه اعلان شوې ده .
سټار ورځپاڼې "تورکیه سږکال د ۵۸ پوهنتونونو سره د نړۍ د ځوانو پوهنتونونو سره په لومړي کتار کې ځای نیولی دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د انګلستان میشته د لوړو زده کړو د درجه بندۍ ادارې ټایمز هایر ایجوکیشن (THE) د ۲۰۲۴ کال "ځوان پوهنتونونو درجه بندي" کې چې د نړۍ ترټولو غوره ځوان پوهنتونونه پکې شامل دي ، تورکیې سږکال د ۵۸ پوهنتونونو سره ترټولو مخکښ هیواد دی.