د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2139867
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

صباح ورځپاڼې  "اردوغان تر ټولو محبوب او منلی مشر دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د لویدیځ بالکان هیوادونو البانیا، بوسنیا او هرزیګوینا، مونټینیګرو، شمالي مقدونیې، سربیا او کوسوو کې ترسره شوې نظرپوښتنې  څرګنده کړه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیمې د خلکو لخوا ترټولو منل شوی مشر ټاکل شوی دی.

 

حریت  ورځپاڼې "فیدان: اسرائیل یو اشغالګر ځواک دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په دې خبرې ټینګار وکړ چې اسرائیل یو اشغالګر ځواک دی او ویلي یې دي چې دلته (په غزه کې) جګړه هسې خوشې  نه پیل شوې. فیدان په دې خبرې ټینګار سره چې حماس یو تروریستي سازمان نه دی او وویل: حماس د مقاومت غورځنګ دی، نه تروریستي سازمان.

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "نخچیوان طبیعي ګاز به پدې ژمي کې د تورکیې له لارې انتقال شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر الپ ارسلان بیرقدار د آذربایجان او ګرجستان له لاری تورکیې ته د ترکمنستان د طبیعی ګازو د انتقال په موخه د تورکیې او اذربایجان د طبیعی ګازو د همکاریو د موافقتنامې د لاسلیکولو په مراسمو کی په خپله وینا کی وویل، په روان ژمی کی به د نخچیوان طبیعی ګاز د د تورکیې له لاری انتقال شی. هغه وویل، «مونږ پلان لرو چې د ایغدر -  نخچیوان نللیکه هر څه ژر فعاله کړو.

 

د سټار ورځپاڼې  "کاجر: موږ د ۲۴متره  او پورته کښتیو لپاره په نړۍ کې څلورم مقام لرو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر وویل چې تورکیې د ۲۰۲۳ کال نه په اعتبار سره  د ۲۴ متره او پورته کښتیو په آرډرونو کې  د ۷۳ زره او ۱۱ ګرانس ټن سره په نړۍ کې څلورم ځای لري.

 

وطن  ورځپاڼې "اورال اوغلو فضا ته د TÜRKSAT 6A د توغولو نیټه اعلان کړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر یورال اوغلو وویل چې TÜRKSAT 6A  سپوږمکۍ به د جون په پیل کې امریکا ته واستول شي او زیاته کړه "زموږ وړاندوینه دا ده چې دا به د جولای له ۸ څخه تر ۱۴ پورې مدار ته واستول شي."



اړوند خبرونه