د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې "اروپایي اتحادیې ته د اردوغان پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپا د ورځې په مناسبت یو پیغام خپور کړ. اردوغان په خپل پیغام کې د اروپايي ټولنې تګلارو ته پام اړولی دی. ولسمشر اردوغان وویل، زموږ د هیواد، په وړاندې د استثماري سیاستونو پر مقابل کې به مونږ ستراتیژیکو فرصتونو او ظرفیتونو له پیاوړي کولو ، کارولو او پراختیا څخه ډډه ونه کړو .
د خبر تورک ورځپاڼې " اردوغان: د فلسطین په اړه د برازیل چلند د ستایلو وړ دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د برازیل له ولسمشر لولا سره ټیلیفوني خبرې وکړې. اردوغان وویل چې په فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو د وحشت په اړه د برازیل چلند د ستایلو وړ دی.
یني شفق ورځپاڼې "تورکیه د اسرائیلو سره د سوداګرۍ د محدودولو د پریکړې نه قوي ملاتړ کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزیر یسرایل کاتز هغو ادعاوو ته ځواب ووایه چې ویلي یې وو تورکیې اسرائیلو ته پر صادراتو لګولی بندیز لرې کړی دی. بولات وویل، د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې بالکل خیالي دي او له واقعیت سره هیڅ تړاو نه لري. هغه وویل "موږ د هغه پریکړې تر شا ولاړ یو چې موږ د حکومت په توګه له اسرائیلو سره د سوداګرۍ په اړه کړې ده."
حریت ورځپاڼې " د تورکیې د بایکاټ پریکړه د اسرائیلو په اجنډا کې ځای نیولی دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اسرائیلو په رسنیو کې ویل شوي چې د تورکیې لخوا د اسرائیلو سره د سوداګرۍ د بندولو پریکړه ډیره ناڅاپي وه او دا به د ژوند لګښتونه لوړ کړي. د ډیجیټل اکمالاتو لړۍ مشر ایلاد بارشن وویل "دا زموږ د اکمالاتو سلسله کې ترټولو ضعیف ټکي ته زیان رسوي ،"
صباح ورځپاڼې " د ترکش ایرلاین د مسافرینو شمیر له ۲۵ میلیونو واوښت " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،په ۲۰۲۳ کال کې د جنوري او اپریل د میاشتو ترمنځه د تورکیې د ملکي هوايي چلند شرکت د مسافرینو ټوله شمیره ۲۳ عشاریه ۶ میلیونه تنه وه چې سږ کال په ورته موده کې ۸ سلنې په زیاتوالي سره ۲۵ عشاریه ۵ میلیون ته رسیدلی.