سټولټنبرګ : اوکراین له ناټو څخه د عسکرو غوښتنه نه ده کړې، بلکې د لا زیات ملاتړ غوښتونکی دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، اوکراین له ناټو څخه د عسکرو غوښتنه نه ده کړې، بلکې د لا زیات ملاتړ غوښتونکی دی.

2137528
سټولټنبرګ : اوکراین له ناټو څخه د عسکرو غوښتنه نه ده کړې، بلکې د لا زیات ملاتړ غوښتونکی دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، اوکراین له ناټو څخه د عسکرو غوښتنه نه ده کړې، بلکې د لا زیات ملاتړ غوښتونکی دی.

سټولټنبرګ، چې په پلازمینه روم کې یې د ایټالیا له لومړي وزیر جورجیا میلوني سره  له غونډې وروسته یې د ایټالیا د خبري اژآنس سره مرکه وکړه.

ستولتنبرګ د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون له خوا "اوکراین کې د ناټو ځواکونو د ځای پر ځای کولو" د نظر په اړه وپوښتل شو، سټولټنبرګ وویل "ناټو اوکراین ته د ځواکونو د استولو اراده نه لري. کله چې ما تیره اونۍ اوکراین ته سفر وکړ، اوکراینیانو د ناټو ځواکونو غوښتنه ونه کړه مګر دوی د لا زیات  ملاتړ غوښتنه کوي."

سټولټنبرګ وویل "اوس موږ وینو چې له روسیې سره د معنی خبرې کول خورا ستونزمن دي. موږ غواړو چې دوی په بل هیواد برید ودروي او موږ په اوکراین کې سوله ایز حل ته اړتیا لرو."

ینس سټولټنبرګ دا هم وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې په ګټلو باور لري او له همدې امله دوی تر دې دمه د سولې په خبرو کې د روسیې د ګډون لپاره کومه نښه نده لیدلې.  

ستولتنبرګ ټینګار وکړ چې نړۍ له یوه خطرناک پړاو څخه تیریږي، نو د ناټو لپاره اړینه ده چې یو ځای پاتې شي.

د ناټو سرمنشي همداراز له ایټالیا څخه مننه وکړه چې اوکراین ته یې د سامپ/ټي هوايي دفاعي سیستم برابر کړی دی.



اړوند خبرونه