روسیې ویلي د انګلستان لخوا د روسیې د پوځي اتشې تړل په اړه به سخت او متناسب ځواب ورکړي

روسیې ویلي د انګلستان لخوا د روسیې د پوځي اتشې تړل په اړه به سخت او متناسب ځواب ورکړي

2137516
روسیې ویلي د انګلستان لخوا د روسیې د پوځي اتشې تړل په اړه به سخت او متناسب ځواب ورکړي

روسیې ویلي د انګلستان لخوا د روسیې د پوځي اتشې تړل په اړه به سخت او متناسب ځواب ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د بریتانیا د هغې پرېکړې په اړه چې د روسیې د دفاع وزارت لهخوا د روسیې د دفاع د اتاشی د ایستلو او د روسیې اړوند د ځینو ملکیتونو د ډیپلوماټیک حیثیت د لمنځه وړولو په اړه سخت غبرګون وښود.

زاخارووا ویلي، چې بریتانیا په پلازمینه لندن کې په خپلو ګودامونو کې د اور په لګیدو روسیه تورنه کړې او له همدې امله یې د روسیې پر ضد اقدامات کړي . د انګلستان دا کار د منلو وړ ندی.

زاخارووا وويل: "د برتانيې د ادارې دغه کړنې د روسيې په وړاندې د بريتانيا تعصب او دښمني ثابتوي. موږ په وار وار لندن ته خبردارى ورکړى، چې هر ډول غير دوستانه عمل به په متناسب ډول ځواب ترلاسه کړي. زموږ عکس العمل به سخت او متناسب وي."

د بریتانیا د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو پرون په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هیواد دفاعي اتاشی به له دندو ګوښه کړي، د روسیې د ځینو ملکیتونو ډیپلوماتیک حیثیت به لغوه کړي او د روسیې د ډیپلوماتیکو ویزو موده باندې به بعضې محدودیتونه ولګول شي. هغوې ویلي دي چې ددې کار سره به په انګلستان کې د روسیې د استخباراتي فعالیتونو مخه ونیسي.



اړوند خبرونه