د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې "اردوغان لخوا د تورکي دولتونو پر سازمان د غزې غږ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان له لومړي وزیر علي اسدوف سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغلی دی په لیدنه کې وویل، د تورکي دولتونو سازمان کولای شي په غزه کې ملکي وګړو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې چې د اسرائیلو بریدونه لاندې قرار لري، لا پراخه همکاري وکړي.
د خبرتورک ورځپاڼې "ډیری مرستې د تورکیې څخه روانې دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اونجو کیچلي وویل، تورکیه چې غزې ته د بشري مرستو ۳۰ سلنه برابروي، هغه هیواد دی چې هلته فلسطینیانو ته تر ټولو زیاتې مرستې رسوي.
حریت ورځپاڼې " ګاونډۍ ټول تمرکز تورکیې ته د میتسوتاکیس په سفر دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د یونان لومړی وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس به د مې په ۱۳ مه نیټه د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راشي . د یونان د لومړي وزیر سفر په ګاونډیو کې هیلې پیدا کړې. په یوناني رسنیو کې له ۱۴ میاشتو مثبتې فضا وروسته، د ولسمشر اردوغان وروستۍ وینا چې د ډیالوګ او ډیپلوماسۍ په اړه یې خبرې کړې وې، له یونان سره د دوستۍ نه زیاته معنا لري.
د ینې شفق ورځپاڼې "په تورکیه کې تولید او ټولې نړۍ ته صادریږي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تیر کال د ارتوین ولایت د چوروح سیند د بند په جهيلونو او په سمندر کې په جوړو شوو د کبانو په فارمونو کې ۱۴ زره ۴۰۰ ټنه تورکي سالمن کبان تولید شوي. د تورکي سالمون کبان جاپان او روسیې په ګډون ټولې نړۍ ته صادریږي.
د سټار ورځپاڼې "د تورکي لیرو په اړه دلچسپي مخ په ډیریدو ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اقتصادي مدیریت لخوا اخیستل شوي ګامونو او د منځنۍ مودې پروګرام اهدافو ته د دوامدار ژمنې سره سره، د نړیوال کریډیټ درجه بندي ادارو مثبت پریکړې د تورکیې د ملي کرنسۍ تورکي لیرې (TL) په اړه دلچسپي ډیره زیاته کړې ده .