د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې " په یوناني رسنیو کې د ولسمشر اردوغان د څرګندونو انعکاس " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د یونان سره د اړیکو په اړه د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندونې چې تیره ورځ يي د کابینې تر غونډې وروسته کړې وې د یونان په مطبوعاتو کې پراخ انعکاسات موندلي دي. د یونان رسنیو د ولسمشر اردوغان مثبت پیغام ته د پام اړولو په ترڅ کې لیکلي دي چې د ولسمشر اردوغان وروستۍ وینا د یونان سره د دوستۍ څخه ډیره معنا لري.
حریت ورځپاڼې " په ګارا سیمه کې د هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزارت لخوا په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي چې د عراق په شمال کې د ګارا په سیمه کې د هوایي عملیاتو په پایله کې د پ ک ک ترهګري سازمان دوه تنه ترهګر له منځه وړل شوي.
یني شفق ورځپاڼې " دوهم تورکي فضانورد فضا ته تللو ته چمتووالی نیسي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر د فضانورد تووا جهانګیر اتاسیور د فضا سفر په اړه څرګندونې وکړې. کاجر وویل، "زموږ د فضانورد فرعي تحقیقاتي الوتنه به د ۲۰۲۴ کال د جون په ۸ نیټه د امریکا په نیو میکسیکو کې د سپیسپورټ تاسیساتو څخه ترسره شي."
وطن ورځپاڼې " د کروز لوکسو سیاحتي کښتیو سره تورکیې ته د راغلو سیلانیانو شمیر مخ په ډیریدو دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د کروز کښتیو د سیاحت په برخه کې، په جنوري، فبروري او مارچ کې ۶۱ زره ۱۱۳ تنه سیلانیان په ۵۰ کښتیو کې تورکیې ته راغلي دي. د تورکیې د ایدن ولایت د کوش اداسي بندر تر ټولو زیات د کروز کښتیو کوربه دی.
صباح ورځپاڼې " د تورکیې د ۵۴ ولایتونو صادرات زیات شوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د جنورۍ او اپرېل په موده کې له ۱۷ ولایتونو څه باندې یو میلیارد ډالر صادرات شوي دي. په ۵۴ ولایتونو کې صادرات زیات شوي. استانبول د اپریل په میاشت کې د ۴ میلیارد ۷۵ میلیون ډالرو سره ترټولو لوی صادرات درلود.