د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/f259/92c5/f37c/5bf7999845b23.jpg?time=1718570026)
حریت ورځپاڼې " له اردوغان لخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه غوڅ پیغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی به په راتلونکې کې د PKK ترهګرې ډلې ته چې په عراق او سوریه کې د عملیاتو په پایله کې د حرکت ساحه ښه تنګه کړې ده وروستی ګوزار هم ورکړي. اردوغان وویل، "موږ به له هر هغه څه څخه ډډه ونکړو چې زموږ ماشومان د ترهګرۍ څخه په پاکه فضا کې د ژوند کولو ډاډ ترلاسه کولو لپاره اړین وي."
صباح ورځپاڼې " اردوغان: د حماس لخوا د اوربند پرېکړه د خوښۍ وړ ده " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان د حماس د اوربند د پریکړې نه خوښي څرګنده کړه. اردوغان په دې باندې په ټینګار سره چې اسرائیل باید ورته ګام پورته کړي، وویل، زه پر ټولو غربي لوبغاړو غږ کوم چې د اسرائیلو پر ادارې فشار راوړي.
د سټار ورځپاڼې "د تورکیې پوځ یوه بیلګه ګرځیدلی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر ټینګار وکړ چې د تورکیې پوځ د نورو هیوادونو لپاره یوه بیلګه ګرځیدلې ده. ګولر وویل، "هغه وروڼه هیوادونه چې موږ یې ملاتړ کوو له مونږ څخه غواړي چې د تورکیې په شان د وسله والو ځواکونو جوړښت کې ورسره مرسته وکړو."
وطن ورځپاڼې " د تورکیې د موټرو صادرات په اپریل کې زیات شوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د موټرو د سکتور صادرات په اپریل میاشت کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۱ سلنه زیات شوي او ۲ میلیارده ۷۴۶ میلیونه ډالرو ته رسیدلي دي. د موټرو صنعت، چې د تورکیې په صادراتو کې لومړی ځای لري، د هیواد په صادراتو کې ۱۶ عشاریه ۸ سلنه ونډه لري.
یني شفق ورځپاڼې "د تورکي ساینس پوهانو یو لوی کشف" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې یو تن ساینس پوه مراد ګوک او د هغه میرمنې د کیمیا انجینیرې سون نور ګوک لخوا کشف شوي
د "ماډولر بالستیک لیګو کانکریټ" د سرتیرو لخوا د الوتکې ضد مرمۍ سره شو. د ویلو ده چې دا کانکریټ د زغروالو ګاډو ضد مرمیو پر وړاندې هم مقامت لري. د دې کانکریټ د زغروالو ګاډو ضد مرمیو پر وړاندې مقامت ازموینه په بریالیتوب سره ترسره شوه.
ویل کیږي نوموړي کانکریټي تختو په ډیر بریالیتوب سره د ټانک ، الوتکو او زغروالو ګاډو ضد مرمیو د تیریدو مخه نیولې ده .