د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې "فیدان: "که موږ له دې تراژيدي څخه زده نه کړو او د دوه دولتونو حل باندې ټینګار ونکړو، دا به د غزې وروستۍ جګړه نه وي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د العربیه سره په مرکه کې وویل ، که چیرې مونږ په منځني ختيځ کې د دوو دولتونو له حل لارې څخه قوي ملاتړ ونکړو ، نورې جګړې او وینې تویدونې به زموږ په انتظار وي. موږ باید اسرائیلو ته هم بلنه ورکړو چې د ۱۹۶۷ کلونو سرحدونه ومني. یواځې حماس نه بلکې ټول فلسطینیان د ۱۹۶۷ کال پر بنسټ د فلسطیني دولت منلو ته لیواله دي.»
حریت ورځپاڼې "غزې ته د مرستو رسولو ۱۱ مه بیړۍ واستول شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د سرې میاشتې او ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې لخوا په ګډه د بشردوستانه مرستو د عملیاتو په چوکاټ کې ، ۱۱ مه په بشري مرستو بار کښتۍ چې ټول ټال ۵ زره ۶۶ ټنه بشري مرستې پکې بار شوي ، د مرسین بندر څخه غزې ته واستول شو.
صباح ورځپاڼې "موږ په نړیواله پانګه اچونه کې په اروپا کې څلورم مقام لرو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د د پانګونې د دفتر مشر بوراک داغلي اوغلو وویل چې تورکیې تیر کال د نړیوالو پانګونې د پروژو په جذبولو سره په اروپا کې څلورم مقام خپل کړی دی. ترکیه د خپل ستراتیژیک موقعیت او پیاوړې پانګونې له امله د پانګوالو لپاره یو مهم ځای ګرځیدلی دی.
سټار ورځپاڼې "دوی خپلې سترې پروژې تورکیې ته وسپارلې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د مرکزي اروپا هیواد سلوانیا تورکیې ته د ۶۰۰ میلیونه یورو په ارزښت د د دیواکه – کوپر د اوسپنیزې پټلۍ پروژه چې تر ټولو ستراتیژیکه پروژه ده تورکیې ته وسپارله. د پلان له مخې ټاکل شوې چې ددې پروژې چارې به تر ۲۰۲۶ کاله پورې بشپړې شي او خدمت ته به وړاندې شي.
د خبر تورک ورځپاڼې "د ترکسات ۶ ای لپاره نوی لوګو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر یورال اوغلو یادونه وکړه چې د ترکسات 6A د تولید او ازموینې پروسې په بریالیتوب سره بشپړ شوي او دا به د جون په میاشت کې د امریکا په فلوریډا کې د سپیس ایکس مرکزي دفتر ته واستول شي او اعلان یې وکړ چې دوی د تورکیې لومړنۍ ځايي او ملي مخابراتي سپوږمکۍ ترکسات ۶ ای لپاره نوې لوګو ټاکلې ده.