د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې "اردوغان: موږ نشو کولی چې په آلمان کې د توکمپاله او تبعیضي بریدونو په اړه غلی پاتې شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا په سولینګن کې د هغه برید په اړه غبرګون وښود چې په ترڅ کې یې ۴ تنو تورکي وګړو ژوند له لاسه ورکړ. اردوغان د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر ته د دې مسئلې د رسولو په اړه وویل: "موږ د دې ناوړه پیښو په وړاندې چپه خوله پاتې کیدای نشو. موږ به قضیه تعقیب کړو."
د خبر تورک ورځپاڼې " د اردوغان لخوا لویدیځ ته د اسلامو فوبیا خبرداری" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان په لویدیځ کې د اسلام سره مخ په زیاتیدونکي دښمنۍ ته په اشارې سره وویل ، دا د شرم او خجالت خبره ده چې په ځینو اروپايي هیوادونو کې د ښي اړخه غورځنګونو نه د دولت لخوا ساتنه کیږي. ولسمشر وویل چې په لویدیځ کې د مسلمانانو او مهاجرینو په وړاندې بریدونه حتی د تحقیقاتو په مرحله کې پټ شوي دي.
حریت ورځپاڼې "اردوغان : امریکا د غزې په خاطر مظاهره کوونکو سره ډیر بد او غیرې منصفانه چلند کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان په امریکا کې د اسرائیلو پر خلاف د مظاهره کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. اردوغان وویل، د یو شمیر معتبرو پوهنتونونو با احساسه محصلین او استادانو په غزه کې د قتل عام په اړه غبرګون ښيي. خو له بده مرغه چې دوی د تاوتریخوالي او شکنجې سره مخ کیږي. هغه وویل، " د پوهنتونونو هغه مشران او استادان چې پدې مظاهرو کې ګډون کوي له دندو ګوښه کیږي. دا د لویدیځ اصلي څیره ده."
سټار ورځپاڼې " د اسرائیلو پرخلاف د تورکیې پرېکړې د نړۍ په رسنیو کې د پام وړ انعکاس موندلی دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان اعلان وکړ چې تورکیې پریکړه کړې چې د سویلي افریقا لخوا د اسرائیلو په وړاندې د عدالت په نړیواله محکمه کې دوسیه کې دخیله شي. د وزیر فیدان څرګندونو په نړیوالو رسنیو کې پراخ انعکاسات موندلي دي.
یني شفق ورځپاڼې "د تورکیې او عراق تر منځ مهم ګام" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د عراق پوله ساتي ځواکونه د تورکیې د عملیاتو سیمو ته نږدې هډې جوړوي. د ملي دفاع وزارت وايي، د پې کاکا ترهګرې ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره به د عراق او تورکیه په همغږۍ کار وکړي.