د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې "اردوغان: زموږ هدف د یو کال په دننه کې د زلزله ځپلو سیمو بیا رغول دي "د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل "زموږ موخه داده چې د زلزلې ځپلې سیمې په خپلو پښو ودرولو لپاره په یو کال کې د ۳۱۹ زرو کورونو د بنسټیزو، ټولنیزو او سوداګریزو واحدونو او په ټولیز ډول د ۶۵۰ زرو کورونو جوړول دي..
د خبرتورک ورځپاڼې "د اردوغان لخوا د یووالي او پیوستون پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي،ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې دوی یو ځل بیا ولیدل چې د هیواد د یووالي، پیوستون او ورورولۍ فضا په وروستۍ زلزله کې څومره قوي ده. اردوغان وویل: "موږ به هیڅکله نړیوالې مرستې هیرې نه کړو، په ځانګړې توګه دوستو او ووررنو هوادونو."
حریت: "د تورکیې د ښار جوړونې وزیر: موږ به د ښار جوړونې په برخه کې نوی افسانه ولیکو" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د چاپېریال، ښارجوړونې او اقلیم د بدلون وزیر مرات کوروم وویل، موږ تر اوسه په زلزله ځپلې سیمه کې د ۵۳ زره ۸۳۰ کورونو د جوړولو کار پیل کړی دی. موږ د دوی له جمع د ۲۲ زره ۴۶۷ بنسټونه کېښودل. موږ به په خپلو ۱۱ ولایتونو کې د بیارغونې او جوړونې له پروسې سره یو نوی ښاري پلان او داستان ولیکو.
ییني شفق: "چاووش اوغلو او ګوتریش په تلیفون خبرې وکړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره ټیلیفوني خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزارت لخوا د شوي بیان له مخې ، چاووش اوغلو او ګوتیریس د "صفر ضایع" نوښت او د استانبول د غلو تړون په اړه بحث وکړ.
وطن: "د دیني چارو د مشر، ایرباش، لخوا د ډنمارک پر خلکو غږ " د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ډنمارک کې د قرآن کریم او د تورکیې بیرغ ته د سپکاوي په اړه د تورکیې د دیني چارو مشر علي ایرباش د ډنمارک په خلکو غږ وکړ. علي ایرباش، یو زیات انسانانو د همدې قرآن کریم په برکت او شفاهت شول. د توركيې بيرغ هم د هغو شهيدانو په وينو رنګ دی چې د وطن په لاره کې شهیدان شوي د. راشئ قرآن ولولئ او د توركيې بيرغ وپېژنئ، په خپل منځ كې بدو كسانو ته ستر ځواب وركړئ.