د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1915815
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د خبرتورک ورځپاڼې  "اردوغان: اوس تورکیه خپلې پریکړې پخپله کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې ، ننۍ  تورکیه یو داسې هیواد دی چې  د سیاست او اقتصاد په برخه کې خپلې پریکړې پخپله کوي . صادرات زیات شوي دي. وده پیل شوې ده. اوس تورکیه په نړۍ کې د درې سترو وده کوونکو هیوادونو په منځ کې په لومړي سر کې ځای لري.

 

ینې شفق ورځپاڼې  "اردوغان د اروپا تر ټولو پیاوړی سیاسي مشر دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د د بورسن کوهن او وولف اړوند  د ډیجیټل ډیپلوماسۍ څیړنیز ګروپ Twiplomacy لخوا ترسره شوې څیړنه کې چې "ټویټر په اړه خورا پیاوړي مشران" ، معلوم شوي دي. یاد شوي  شرکت ویلي دي چې د تورکیې د ولسمشر اردوغان پروفایل په ۲۰۲۲ کې تر ټولو پیاوړي دویم ځای لوړ شوی او په نړۍ کې دریم پیاوړی ټویټر حساب دی. اردوغان د اروپا د تر ټولو ځواکمن سیاسي مشر په توګه هم خپل لقب ساتلی دی.

د وطن ورځپاڼې "اردوغان: تورکیه او اذربایجان هېڅوک نه شي بېلولای " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان  د تورکیې او اذربایجان  د ګډو پوځي تمریناتو  د بریالۍ پای ته رسیدو نه وروسته  په ټیلیفوني خبرو کې  د دواړو هیوادونو  د پوځ سرتیرو ته  مبارکي وویله او ویې ویل  دې تمرین  وښوده چې مونږ  د غوښې او هډوکو په څیر یو. نور هیڅوک نشي کولای مونږ له یو بل څخه جلا کړي.»

 

د سټار ورځپاڼې  "آذربایجان د تورکیې پوځ ماډل انتخاب کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي

د اذربایجان د دفاع وزیر ذاکر حسنوف وویل، د تورکیې وسله وال ځواکونه په نړۍ کې یو له مخکښو پوځونو څخه دي او ویلي یې دي چې د تورکیې د پوځ ماډل ته د اذربایجان د پوځ د لېږد په اړه اصلاحات رامنځته شوي دي.

 

صباح ورځپاڼې "له چاووش اوغلو څخه یونان پر خلاف تند غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د یونان د هغو اقداماتو په اړه غبرګون وښود چې کړکېچ یې زیات کړی دی. چاووش اوغلو ددې  خبرې سره چې یونان باید د غیر پوځي ټاپوګانو له وضعیت څخه سرغړونې ودروي، وویل: "یا به یونان په دې مسله کې په شا ګام اوچتوي او تړونونو ته به درناوی کوي او که نوي مونږ به هغه څه وکړو چې لازم وي. یوه شپه به په ناڅاپي توګه لازم ګامونه اوچت کړو.



اړوند خبرونه