اذربایجان د قره باغ په عملیاتو کې د خپلو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه
اذربایجان خپله خاوره قره باغ د ارمنستان د اشغال نه د ژغورولو په خاطر په ترسره کړو عملیاتو کې د خپلو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه.
د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي چې د قره باغ د ژغورنې په عملیاتو کې ۲۸۲۳ تنه سرتیري په شهادت رسیدلي دي.
اذربایجان د دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د ارمنستان تر اشغال لاندې د خپلې خاورې د ژغورولو په خاطر يي د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۲۷ مه نیټه د پیل کړو عملیاتو نه نوامبر تر لسمه نیټه د ارمنستان لخوا د ماتې د منلو، اوربند ته د غاړې ایښودو او اذربایجان شرطونو د منلو پورې پدې موده کې ۲۸۲۳ تنه سرتیري په شهادت رسیدلي دي. د ویلو ده چې اذربایجان ددینه مخکې دا شمیره ۲۸۰۲ تنه اعلان کړې وه چې پدې موده کې د ځینو لا درکه سرتیرو د جنازو د موندولو نه وروسته دا شمیره ۲۸۲۳ تنو ته لوړه شوه.
د ویلو ده چې اذربایجان پوځ د سپټمبر په ۲۷ مه پیل کړو د نوامبر تر لسمې نیټې پورې پدې موده کې د ارمنستان تر اشغال لاندې ۵ ستر ښارونه، ۴ کوچني ښارونه او ۲۸۶ کلي وژغورل. همداشان وروسته ارمنستان د اوربند په بدل کې د اغدام، لاچین او کلبیجر د ښارونو نه وتل ومنل او دا سیمې هم اذربایجان ته وسپارل شوې.
اړوند خبرونه
اذربایجان د قره باغ په جګړه کې د پوځ د ځاني تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه.
اذربایجان د قره باغ په عملیاتو کې د خپل پوځ د ځاني زیانونو شمیره اعلان کړه