اذربایجان او ارمنستان په جګړه کې د وژل شوو سرتیرو د مړو تبادله وکړه

اذربایجان او ارمنستان د قره باغ په جګړه کې د وژل شوو سرتیرو او اسیرانو په تبادلې پیل وکړ.

1527640
اذربایجان او ارمنستان په جګړه کې  د وژل شوو سرتیرو د مړو تبادله وکړه

 

اذربایجان او ارمنستان د قره باغ د شوشا په ښار کې په جګړه کې د دواړو خواوو د وژل شوو سرتیرو جسدونه تبادله کړل.

د اذربایجان د دفاع وزارت د اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په قره باغ کې د ځای په ځای شوو د روسیې د سوله ساتو ځواکونو په ذریعه  د شوشا په جګړه کې د وژل شوو ارمني سرتیرو مړي ارمنستان ته وسپارل شول.

همداشان پدې جګړه کې د شهید شوو ۶ تنو اذربایجاني سرتیرو جسدونه هم اذربایجان لوري ته سپارل شوي دي.

د ویلو ده چې اذربایجان او ارمنستان د نوامبر په لسمه نیټه د روسیې په منځګړتوب د اوربند تړون لاسلیک کړ چې ددې تړون د مادو نه یوه د مړو او اسیرانو د تبادلې په اړه وو.

اذربایجان ځواکونو د سپټمبر په ۲۷ مه نيټه د ارمنستان د اشغال لاندې د خپلې خاورې د ژغورولو په موخه د پیل کړو عملیاتو په ترڅ کې د نوامبر په ۸ مه نيټه د قره باغ زړه شوشا په نیولو سره د ارمني ځواکونو ملا ماته کړه او ارمنستان نه يي د اشغال پایته رسولو، ماتې منلو او اوربند ته مجبور کړ.



اړوند خبرونه