ترکیه د ناکامې کودتا شهیدانو جنازې خاورو ته سپاري
ترکیه د جولای د ۱۵ مې نیټې د ناکامې کودتا شهیدان خاورو ته سپاري.
نن په استانبول کې د جولای د ۱۵مې نیټې د ناکامې کودتا د شهیدانو نه د شپږو تنو جنازې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوې.
د نوموړو ۶ تنو د جنازې لمونځ د استانبول د فاتح په جامع جومات کې ادا شو. د ازادۍ د شهیدانو د جنازې په مراسمو کې ولسمشر رجیب طیب اردوغان، پخواني ولسمشر عبدالله ګل، پخواني لومړي وزیر احمد داوود اوغلو ، د ملي شورا ریس اسماعیل قهرمان ، یو زیات شمیر وزیرانو په لسګونو زرو تنو هیوادوالو ګډون کړی وو.
ولسمشر اردوغان د جنازې د لمانځه د مراسمو نه وروسته وینا وکړه . ولسمشر اردوغان په جنازه کې ګډونوالو ته وویل په یوې خبرې غواړم چې ټینګار وکړم، هغه داده چې د ترکیې د اتحاد، اتفاق، ملي یووالي او ورورولۍ دښمنانو د جولای په ۱۵ مه نیته د وسله وال اقدام سره د دولت د نیولو هڅه وکړه.
د کودتا د وسله وال اقدام نه وروسته ټولو هیوادوالو زمونږ بلنې ته د لبیک په ویلو ، میدانونو ته د راوتو ، او قوي ارادې د ښودلو سره وویل ،که چیرې هغوې توپونه او ټانکونه لري مونږ قوي ایمان لرو ، د هغوی په مقابل کې ودریدل.