د PKK/YPG ترهګري سازمان پلویانو په سویډن کې یو ځل بیا لاریون وکړ.
د PKK/YPG ترهګري سازمان پلویانو په سویډن کې یو ځل بیا لاریون وکړ.
پداسې حال کې چې د ناټو په سازمان کې د سویډن او فینلنډ د غړیتوب د غوښتنلیک اړوند د تورکیې د امنیتي اندیښنو په اړه مذاکرات دوام لري د PKK/YPG ترهګري سازمان پلویانو دا ځل د سويډن د ګوتنبرګ په ښار کې لاریون وکړ.
د ویلو ده چې تورکیې د ناټو په سازمان کې د سویډن او فینلنډ د غړیتوب په غوښتنلیک د ترهګرو سازمانونو نه د ملاتړ له امله نیوکه کړې او خپلې امنیتي اندیښنې ښودلي دي.
پداسې حال کې چې اروپايي ټولنه، امریکا او انګلستان د پي کاکا ترهګري سازمان د ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل کړی دی خو ددې سره سره ددې ترهګرو نه ملاتړ ته دوام ورکوي.