په ژوندۍ خپرونه كې د حجاب پر سر نښته
په يو مصري ټلوېزيون كې د ژوندۍ خپرونې پر مهال د يو امام او مدافع وكيل ترمېنځ هغه مهال نښته وشوه چې امام وويل چې حجاب فرض نه دى او عنعنوي بڼه لري.
د مصطفى راشد په نامه امام چې راډيكال نظر لري هغه مهال ووهل شو چې ويې ويل ` حجاب ديني وظيفه نه بلكې كلتوري عنعنه ده.``