د سوریې د لنډمهاله حکومت ولسمشر احمد الشرع سبا د یو رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راځي.

د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون د  ټولنیزو رسنیو له لارې په خپور کړي یوه پیغام کې وویل چې د سوریې عربي جمهوریت د انتقالي دورې ولسمشر الشرع  به د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه سبا سه شنبه د فبروري ۴مه انقرې ته راشي.

2236791

التون وویل چې تورکیې ته د سوریې د انتقالي حکومت د مشر احمد الشرع ددې سفر په ترڅ کې به په غونډه کې په سوریه کې وروستي پرمختګونه په ټولو اړخونو سره وڅېړل شي . هغه وویل چې

" په لیدونو  کې به  په سوریه کې وروستي پرمختګونه په ټولو اړخونو سره  وڅېړل شي، او د هېواد د اقتصادي بیارغونې، دوامداره ثبات او امنیت د رامنځته کولو لپاره به د دواړو هېوادونو له خوا ګډ ګامونه وارزول شي. په غونډو کې به د انتقالي دورې حکومت او د سوریې خلکو ته په څو اړخیزو پلیټ فارمونو کې د شوني ملاتړ په اړه هم خبرې وشي. موږ باور لرو چې د سوریې له ازادۍ وروسته د تورکیې-سوریې بیا رغول شوي اړیکې به د ښاغلي احمد الشرع او د هغه د پلاوي د سفر سره لا  پیاوړې او پراخه شي."

پيوندونه: #احمد الشرع , #سوریه

اړوند خبرونه