تورکیه د سوریې د پلازمینه دمشق نه وروسته په حلب ښار کې هم خپل قونسلګري پرانیزي.
تورکیې د ۱۳ کلونو ځنډ څخه وروسته د سوریې دوهم لوی ښار حلب کې د خپلې قونسلګرۍ د بیا پرانیستو پریکړه وکړه.
2232408

تورکیه د سوریې د پلازمینه دمشق نه وروسته په حلب ښار کې هم خپل قونسلګري پرانیزي.
تورکیې د ۱۳ کلونو ځنډ څخه وروسته د سوریې دوهم لوی ښار حلب کې د خپلې قونسلګرۍ د بیا پرانیستو پریکړه وکړه.
تورکیې په سوریه کې قونسلي او تجارتي خدماتو د اسانتیا لپاره په حلب ښار کې د قونسلګرۍ د پرانیستو پریکړه وکړه. ویل کیږي ددینه وروسته به د ویزې او پاسپورټ په ګډون قونسلي خدمات د حلب د قونسلګرۍ لخوا هم وړاندې کیږي.
د سوریې د کورنۍ جګړې له امله د ۲۰۱۲ کال په جولای کې د تورکیې د جلب جنرال قونسلګرۍ خپل خدمات ودرول.
د دسمبر په اتمه نیټه په سوریه کې د بشار اسد د رژیم له نسکوریدو وروسته، برهان کور اوغلو د دسمبر په دولسمه نیټه په دمشق کې د شارژدافیر په توګه وټاکل شو.
د دمشق سفارت هم د دسمبر په ۱۴مه پرانستل شو.