تورکیې د هغه هیوادونو پر خلاف چې د یو ترهګر پر خلاف د بل ترهګر نه ملاتړ کوي سخت غبرګون وښود

د تورکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان، په سوريه کې د "داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې" په پلمه د پ ک ک / وای پ جي  ترهګرې ډلې څخه د ملاتړ کوونکو هېوادونو په وړاندې سخت غبرګون وښود.

2229112

وزير فيدان په استانبول کې د کورنيو او بهرنيو رسنيو له استازو سره لیدنه وکړه.

فيدان وويل چې په اروپا کې د ځينو کوچنيو هېوادونو هغه پاليسۍ چې د امريکا متحده ايالتونو تر چتر لاندې په سوريه کې  په ځانګړو عملياتو کې برخه اخلي او له هغه ځايه خبرې کوي، دوی او سيمې ته هېڅ ګټه نه رسوي.

فيدان وويل " ایا  دوی کولای شي په هغه ځای کې چې امريکا شتون نه لري، سيمې ته ورننوځي او عمليات يا پوځيان ځای په ځای کړي. هیڅکله هم نه .  موږ پدې ډیر ښه پوهېږو چې داسې نشي کولې. هغه زياته کړه "موږ په رښتيا هغه هېوادونه په پام کې نه نيسو چې د امريکا ځواک کاروي، د هغه تر شا پټېږي او د خپلو ګټو د پرمختګ په اړه خبرې کوي. په دې اړه زموږ مخاطب امريکا ده. موږ له امريکا سره خبرې کوو، نه د هغو هېوادونو سره چې د امريکا تر شا روان دي."

د بهرنيو چارو وزير فيدان وويل: "موږ په کراتو ویلي دي چې د پ ک ک ترهګري سازمان د خطر سره یو ځای د ژوند کولو چانس نلرو. یا به بل څوک ددوې په مقابل کې ګام اوچتوي او که نوي مونږ مجبور یو چې دا کار وکړو."

اړوند خبرونه