د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د سوريې ازادېدو مونږ هم ډیر خوشحاله کړي یو.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند د دنيزلي ولایت په اتمه ولايتي کنګره کې خبرې وکړې.
د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د سوريې ازادېدو مونږ هم ډیر خوشحاله کړي یو.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند د دنيزلي ولایت په اتمه ولايتي کنګره کې خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د دسمبر په اتمه نیټه د اسد د رژیم د مخالفینو لخوا د دمشق د فتحه کولو او د اسد د رژیم د نسکورولو په اړه وویل ، "موږ د تورکيې په توګه د مخالفينو له خوا ديارلس کلن ظلم ته د پای ټکي ايښودلو له امله ډیر خوښ یو. د سوريې ازادېدل موږ هم خوشحاله کړې یو. موږ د هغو هېوادونو څخه يو وو چې په سوريه کې د د جګړې منفي اغېزو څخه تر ټولو ډیر اغیزمن شوي وو، موږ د سوریې سره ٩١١ کيلومتره ګډه پوله لرو. موږ په ډېرو برخو کې جدي بیې پرې کړي دي."
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په یادونې سره چې د بهرنيو ځواکونو په ملاتړ (په سوريه کې) ترهګرې ډلې پياوړې شوې او د داعش په پلمه د پ ک ک او وای پ جي ترهګرو ډلو ته وسلې استول کیږي. ولسمشر اردوغان وویل چې "ظالم اسد سوريه په يوه غټه د مخدره موادو د توليد په فابریکې بدله کړې وه. زه دلته د هغو زندانونو چې د مرګ او شکنجې مرکزونه وو، او د هغو ښځو چې تېری پرې شوی، يادونه نه کوم.. په سوريه کې يو لوی ولسي انقلاب رامنځته شو چې هر هغه څوک چې په سينه کې د تيږې پر ځای زړه ولري هغه خامخا خوشحالیږي."
اړوند خبرونه
د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د سوريې ازادېدو مونږ هم ډیر خوشحاله کړي یو.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند د دنيزلي ولایت په اتمه ولايتي کنګره کې خبرې وکړې.