ولسمشر اردوغان د والیانو سره غونډه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې مونږ به د ترهګرۍ نه پاکې تورکیې په اړه خپل هدف ته ورسیږو .
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې مونږ به د ترهګرۍ نه پاکې تورکیې په اړه خپل هدف ته ورسیږو .
ولسمشر اردوغان دا خبرې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د « واليانو د غونډې » په پروګرام کې وکړې.
اردوغان د دې خبرې په څرګندولو سره چې سيمه له ډيرو مهمو پرمختګونو څخه تيريږي ټينګار وكړ سوريه چې له توركيې سره ۹۱۰ كيلومتره ګډه پوله لري پدې هیواد کې هر ډول پرمختګ په مستقیمه توګه پر مونږ اغیزې کوي او زمونږ سره تړاو لري .
اردوغان یادونه وکړه چې په سوریه کې د ۶۱ کلن بعث دیکتاتورۍ په نسکوریدو او د دیارلس کلنې وژنو او ظلمونو په پای ته رسیدو سره یو نوی دور پیل شوی دی.
هغه وویل چې د سوریې د خلکو وړتیا چې په سوله ییزه توګه خپلو کورونو ته ستانه شي دواړه یو بشري دنده او د سیمه ایز ثبات لپاره ستراتیژیک لومړیتوب دی.
اردوغان د دې خبرې په ټینګار سره وویل ، د هغه سوري وګړو لپاره چې غواړي په داوطلبانه او خپله خوښه بیرته خپل هیواد ته ستانه شي هر ډول اسانتیاوې برابروي . اردوغان ټینګار وکړ چې دوی به په زور د چا د استولو تېروتنه ونه کړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې په سوریه کې اوس نوې اداره شتون لري او د سوریې راتلونکې به ددې ادارې د بنسټ ایښودنې په اطرافو کې جوړیږي.
اردوغان وویل، د سوریې له انقلاب سره زموږ د هېواد او سیمې دواړو لپاره د فرصت یوه تاریخي کړکۍ پرانیستل شوه، موږ هیله من یو چې د خپل دولت له ټولو امکاناتو او وسایلو څخه په استفادې سره له ترهګرۍ څخه د پاکې تورکیې لپاره کار وکړو. د تورکیې پیړۍ د ورورولۍ، پرمختګ او سولې پیړۍ باندې د بدلولو پورې به له تاسې سره په ګډه په هر اړخیزه توګه کار وکړو."