فیدان : په سوریه کې د پ ک ک ترهګرو ته وروستی خبرداری ورکړ شوی دی

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي دي چې PKK/YPG ترهګرې ډلې ته الټیمیټم ورکړل شوی دی او که چیرې دوی په دې اړه عمل ونکړي نو لازم اقدام به وشي.

2228264
فیدان : په سوریه کې د پ ک ک ترهګرو ته وروستی خبرداری ورکړ شوی دی

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي دي چې PKK/YPG ترهګرې ډلې ته الټیمیټم ورکړل شوی دی او که چیرې دوی په دې اړه عمل ونکړي نو لازم اقدام به وشي.

هاکان فیدان  دا څرګندونې د  خصوصي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

فیدان د دې په بیانولو سره چې په سوریه کې نوې اداره باید د (PKK/YPG) ترهګریز سازمان  ستونزه ومني او د خپل هیواد د ملي حاکمیت او ارضي بشپړتیا د تضمین لپاره اړین ګامونه پورته کړي. هغې  په دې مسله کې د تورکیې د ممکنه رول په اړه وویل:

"هغه الټیمیټم چې موږ دوی (PKK/YPG) ته ورکړی دی ښکاره دی. موږ د امریکایانو او د مطبوعاتو له لارې ورکړ. هغه څوک چې نړیوال ترهګر دي او  د تورکیې، ایران او عراق څخه راغلي دي هغوې باید په سوریه کې پریښودل شي .

فیدان وویل چې دوی دا مهال د PKK/YPG لخوا د دې لپاره هیڅ چمتووالی یا اراده نه ویني او زیاته کړه "مونږ خپل شرطونه اعلان کړي دي. که چیرې تاسې نه غواړۍ چې په سیمه کې عسکري عملیات وشي ، زمونږ او د سوریې د نوې ادارې شرطونه روښانه دي.

فیدان د دې په بیانولو سره چې د پ ک ک  ترهګرې ډله  له سوریې څخه د وتلو نه وروسته  باید ددوې  پاتې شوني هم خپلې  وسلې پر ځمکه کیږدي او له نوي نظام سره یو ځای شي.

فیدان وویل،  دا یو سپین او له ستونزو څخه پاک انتقال دی. د سوریې کوردانو ځان او مال ته د هر ډول زیان د اوښتو نه پرته باید هغوې عادي ژوند ته مخه وکړي. هغوې باید خپل عادي ژوند پیل کړي. د سوریې نوې اداره مونږ ته ددې ضمانت کوي. ځکه چې د شرطونو په منځ کې دا هم یو مهم شرط دی.  



اړوند خبرونه