اردوغان: د تورکیې ډرون الوتکې نه یواځې د تورکیې بلکې تر ۵۰ ډیرو دوستو هیوادونو هوايي حریم ساتنه کوي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په کورني او ملي امکاناتو جوړ شوي وسله وال او بې وسلې بې پیلوټه الوتکې نه یوازې د تورکیې د هوايي حریم بلکه د ۵۰ څخه زیاتو دوست هېوادونو هوايي حریمونو ساتنه کوي.

2225926

ولسمشر اردوغان د ویډیو کنفرانس له لارې په باټمان ولایت کې د تورکیې د وسله والو ځواکونو منسوبینو ته د نوي کال مبارکي وکړه.

اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د "پیاوړې پوځ، پیاوړې تورکیې" تر شعار لاندې د تورکيې وسله والو ځواکونو په هر ډګر کې د مخنیوي وړتیا زیاتولو ته ډېر ارزښت ورکوي، وویل "زموږ په دفاعي صنعت کې پرمختګونه او د په ځان بسیاینې کچه مو له ۲۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته لوړه کړې، په چټکۍ سره دوام لري."

اردوغان وویل چې تورکیه د ډرون  ټکنالوژۍ په برخه کې د نړۍ له ۳-۴ پرمختللو هېوادونو څخه یو دی، "تېر کال موږ په نړۍ کې د ډرون ټکنالوژۍ په برخه کې تر ټولو ډیر صادرات درلودل. زمونږ کورني او ملي په وسلو سمبال او بې وسلو ډرون الوتکې  نه یوازې د تورکیې هوايي حریم بلکه د ۵۰ څخه زیاتو دوست هېوادونو د هوايي حریمونو ساتنه او محافظت کوي."

ولسمشر زیاته کړه "زموږ په سیمه کې هره پېښه موږ ته یادوي چې په دې برخه کې زموږ پانګونه څومره سمه وه. انشاء الله، موږ به لا ښه موقعیتونو ته ورسېږو."

اړوند خبرونه