د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې وکړې

د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن او د سعودی عربستان د بهرنیو چارو  وزیر فیصل بن فرحان آل سعود سره ټیلیفوني خبرې وکړې .

2215773

هاکان فیدان له بلینکن سره په پدې ټیلیفوني خبر کې وویل چې تورکیه د هر هغه پرمختګ مخالف دی چې په سیمه کې بې ثباتۍ د زیاتیدو لامل ګرځي او په دې برخه کې د سوریې د کړکیچ د کمولو پلوي دی.

فیدان په دې خبرې سره چې په سوریه کې د سولې او ارامۍ د رامینځته کولو لپاره باید د رژیم او مخالفانو ترمینځ سیاسی بهیر باید یوې نتیجې ته ورسیږي او زیاته کړه  هیڅکله به اجازه ورنکړی چې د تورکیې او د سوریې د ملکی خلکو پرضد ترهګریز اقدامات ترسره شي .

وزیر فیدان تاکید وکړ چې په لبنان کې د اوربند د دوام لپاره باید اسرائیل په خپلو ژمنو وفا وکړی، په غزه کې باید ژر تر ژره اوربند رامنځته شی او سیمې ته بشری مرستې ننوتو ته اجازه ورکړل شي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین او جنوبي قفقاز پر مسلو هم خبرې وشوې.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له خپل سعودی سیال آل سعود سره هم ټیلیفوني خبرې وکړې او په  سوریه کې د وروستیو پرمختګونو په هکله خبرې وکړې .

اړوند خبرونه