ولسمشر اردوغان : په غزه کې د بیړني، عادالانه او پایدار اوربند پرته په سیمه کې امنیت ناشونی دی
د تورکیی ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل "د غزی په سیمه کی د بیړنی، عادلانه او پایداره اور بند تر سره کولو پرته، سیمه ایز او نړیوال امنیت او ثبات ته نشو رسیدلی."
د تورکیی ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل "د غزی په سیمه کی د بیړنی، عادلانه او پایداره اور بند تر سره کولو پرته، سیمه ایز او نړیوال امنیت او ثبات ته نشو رسیدلی."
ولسمشر اردوغان د عمان سلطان هیثم بن طارق سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې پلازمینې انقرې ته راغلی دی لومړی دوه په دوه لیدنه وکړه او وروسته د دواړو هیوادونو د هیئتونو ترمنځ په لیدنه کې ګډون وکړ. وروسته دواړو مشرانو په ګډ مطبوعاتی کنفرانس کې برخه واخیسته.
اردوغان تورکیې ته د عمان د سلطان هیثم بن طارق د راتګ له امله خوښي وښوده او وویل:
"موږ له عمان سره ریښتیني تاریخي او ورورولۍ اړیکو لرو، او زموږ اړیکي په هر ډګر کی پرمختګ کوي. موږ غواړو له خپل ورور هیواد سره خپلی اړیکی لا نورو پراخو کچو ته ورسوو."
هغه وویل چی دوی د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مختلفو برخو کی ګامونه پورته کوي. دوی غواړي اړیکو ته سازماني چوکاټ ورکړي، او د لوړ پوړي ستراتیژیک همکارۍ میکانیزم په ګډون ګڼ شمیر انتخابونو باندې خبرې وکړې. همداشان د تورکیې او عمان ترمنځه په یو زیات شمیر برخو کې د همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه د همکارۍ سندونه لاسلیک شول. دغه اسناد د بهرنیو اړیکو، اقتصاد، صنعت، پانګونی، روغتیا، کلتور، کرنی او مالداری په برخو کی دي.
اردوغان همدارنګه وویل چی دوی په لبنان کی د اور بند مذاکراتو هرکلی کوي. هغه زیاته کړه چی تورکیه په لبنان کی د سولی او ثبات لپاره هر ډول مرستی ته چمتو ده. خو د غزی پر سیمه کی بیړنی، عادلانه او پایداره اور بند پرته، سیمه ایز او نړیوال آرامتیا ته نشو رسیدلی.
هغه په غزه کې د اوربند په خاطر د امریکا ولسمشر جو بایدن د نویو هلو ځلو هرکلی وکړ. ولسمشر اردوغان وویل سره ددې چې ددې ګام پورته کولو لپاره لږ ناوخته هم شو خو بیا هم مهم ګام ګڼل کیږي.
عمان سلطان بن طارق وویل چی دوی غواړي سیمه کی امنیت او ثبات راوستل شي. هغه وویل چی دوی غواړي سیمه ایزه همکاري پیاوړی کړي او د سیمی پر نړیوالو مسایلو کی د تورکیی موقف او دریځ ملاتړ کوي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې د مخالفینو هدف پلازمینه دمشق دی.
ولسمشر اردوغان په استانبول کې د جمعې د لمانځه نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.