سوباجي : د غزې د هر کونج فریاد به د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسو
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون عمومي رئیس محمد ذاهد سوباجي د ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۴ کال کې وینا وکړه.
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون عمومي رئیس محمد ذاهد سوباجي د ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۴ کال کې وینا وکړه.
سوباجي وویل چې "موږ باید د غزې له هر کونج څخه پورته کیدونکی فریاد او د ژړا غږ د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسو. دا پر مونږ زموږ د غزې د وروڼو پور دی."
سوباجي دا څرګندونې د استانبول د کانګرس په مرکز کې جوړ شوي د 2024 TRT نړیوال فورم په پرانیست وینا کې وکړې. هغه وویل چې
"سږ کال، زموږ د TRT نړیوال فورم اصلي موضوع د "د ماتیدو په درشل کې یوه نړۍ: د بحرانونو او بدلونونو اداره کول" په توګه ټاکلې. ځکه چې موږ د داسې دورې څخه تیریږو د روان بحرانونه به د ټول بشریت راتلونکی وازمايي.
سوباجي وویل چې موږ تر نن ورځې پورې د لید شوو ټولو بحرانونو څخه یو ډیر ویجاړونکي بحران سره مخ یو او زیاته کړه،
"د دې کړکېچ نوم د وجدان بحران دی، د دې تر ټولو ښه بېلګه په غزه کې نسل وژنه ده، اسرائیلو د غزې تر ۵۰ زره ډېر خلک وژلي او تر سلو زرو ډېر یې ټپیان کړي دي. ددې نسل وژنې په نتیجه کې د وژل شوو بې ګناه انسانانو تر ۱۷ زرو تنو ډیر ماشومان او تر ۲۰۰۰ تنو ډیر نوزادان دي. "زه په ځانګړې توګه دا په ګوته کول غواړم چې هغه څوک چې له لرې څخه یواځې ددې پیښو ننداره کوي باید پدې پوه شي د نسل وژنې ویجاړی یوازې د قربانیان شمیر نه دی."
سوباجي په غزه کې د بشري ناورین په اړه د لویدیځو هیوادونو چلند ته په اشارې سره وویل،
"لویدیځ هیوادونه چې د دې خلکو د رښتیني درد په نه لیدلو او د دوی د خورا اساسي بشري غوښتنو په نه اوریدلو ټینګار کوي، د هغو تش په نامه ارزښتونو لاندې شوي چې دوی هڅه کوي ټولې نړۍ ته صادر کړي. د رسنیو سازمانونه، چې د نسل وژنې صنعت برخه ګرځیدلې، ددې نسل وژنې نه د ملاتړ سره خپل روح او وجدان پلورلی دی . خو لکه د هر نړۍوال بحران په څیر تورکیې په غزه کې ظلمونه، د عدالت لپاره د هغوې غږ په هر پلیټ فارم کې پورته کړی او پورته کولو ته دوام ورکوي. تورکیې خپل ځان د یو ویاند په توګه ټاکلی او ټولې نړۍ ته د ظالمانو خونړۍ څېرې ښکاره کوي.»
سوباجي وویل، د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د TRT په توګه، تورکیه هڅه کوي چې یو داسې لید لرونکی نشرات ترلاسه کړي چې په نړۍ کې حق او حقیقت ته لومړیتوب ورکوي، او زیاته کړه "له هغې ورځې چې نسل وژنه پیل شوې، تر نن ورځې پورې موږ په خپل ټول وس او توان سره د غزې د خلکو غږ یو، په میلیاردونو خلکو ته یې په خپله مورنۍ ژبه تشریح کوو، د دې کار په ترسره کولو سره البته چې موږ د اسرائیلو د هر ډول بریدونو او تیریو سره مخامخ کیږو چې هیڅ ډول اخلاقي او بشري سرحد نه پیژني. موږ باید د غزې له هر ګوټ څخه د نړۍ ګوټ ګوټ کې د مظلوم فلسطینیانو له پامه غورځول شوي کیسې او سورې نارې ورسوو. مونږ د خپلو فلسطیني ورونو په مقابل کې ځان پوروړلی بولو او دا خپل مسئولیت بولو. "
سوباجي ټینګار وکړ چې تر هغه چې د تورکیې ملي راډیو تلویویزون شتون ولري، د نسل وژنې هره شیبه، چې دوی یې د پټولو هڅه کوي، مستند کړي او ټولې نړۍ ته به يي ښکاره کړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې د مخالفینو هدف پلازمینه دمشق دی.
ولسمشر اردوغان په استانبول کې د جمعې د لمانځه نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.