ولسمشر اردوغان : د مصنوعي زیرکتیا پرمختګونه کله د لیوالتیا او کله هم د اندیښنې سره تعقیبو
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل "موږ مصنوعي زیرکتیا څه کارونه کولی شي او څومره توان او ظرفیت لري دا ټول د نږدې نه تعقیب کوو . کله زمونږ لیوالتیا او کله هم زمونږ اندیښنې راپاروي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل "موږ مصنوعي زیرکتیا څه کارونه کولی شي او څومره توان او ظرفیت لري دا ټول د نږدې نه تعقیب کوو . کله زمونږ لیوالتیا او کله هم زمونږ اندیښنې راپاروي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د « کولتور او ګرځندوی وزارت د ځانګړو جایزو او د ژوندي بشري خزانې د جایزې د ورکولو په مراسمو کې چې د بیشتپې د ملي کانګرې او د کولتور په مرکز کې جوړ شوي وو وکړې.
اردوغان دې ته په اشارې سره چې موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې هر څه په چټکۍ سره مصرفیږي، وویل چې د ټیکنالوژیک انقلاب سره د ژوند، چاپیریال، نړۍ او هنر په اړه د خلکو په چلند کې بنسټیز بدلونونه راغلي دي.
اردوغان په دې باندې په ټینګار سره چې ډیجیټل کول له اقتصاد څخه تر مالیې پورې، له کولتور څخه تر ارتباطه پورې هر ډګر کې شامل دی. هغه زیاته کړه موږ مصنوعي زیرکتیا څه کارونه کولی شي او څومره توان او ظرفیت لري دا ټول د نږدې نه تعقیب کوو. کله زمونږ لیوالتیا او کله هم زمونږ اندیښنې راپاروي.
د معلوماتي ټکنالوژۍ او ټرانسپورټي اسانتیاو پرمختګ او ودې نتیجه یوه هم ډیجیټل ټیکنالوژي ده . دا تکنالوژي د هرې ورځې په تیریدو سره لا زیات عام کیږي. د دې کلتور ځانګړتیا تنوع له منځه وړل دي. مصرف په بڼسټ ولاړ ددې نیولیبرال سیستم ځانګړتیا ځايي او شتمني او تنوع له منځه وړل او یا يي منځ خالي کول دي."
ولسمشر اردوغان څرګنده کړه چې له نړیوال کېدو سره فرهنګي فساد هم نړۍ اغېزمنه کړې ده.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې د مخالفینو هدف پلازمینه دمشق دی.
ولسمشر اردوغان په استانبول کې د جمعې د لمانځه نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.