ولسمشر اردوغان : په لبنان کې د اوربند هر کلی کوو او په غزه کې د اوربند لپاره کار کوو
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ چی تورکیه په غزه کې د روان قتل عام د مخنیوي او دایمی اوربند لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ چی تورکیه په غزه کې د روان قتل عام د مخنیوي او دایمی اوربند لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د تورکیې په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند اونیزې غونډې ته په وینا کې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چی د روسیی-اوکراین جنگ چی تر زرو ورځو ډیر کیږي دوام لري او د غزې جګړه چې ۱۴ میاشتې پوره شوې او په ټوله سیمه کې د روانو ستونزو او موجودو بحرانونو د حل په خاطر په نه سټړي کیدونکي توکه کار او هلې ځلې کوي.
ولسمشر اردوغان وویل چی د اسرائیل او لبنان تر منح اوربند هر کلی کوي، " زمونږ غوښتنه ټولې خواوې ، په ځانګړې توګه اسرائیل، د اوربند په برخه کې خپل مسئولیتونه پر ځای کړي او جګړې مخه ونیول شي.
ولسمشر وویل چی تورکیه په غزه کې د روان قتل عام د مخنیوي او دایمی اوربند لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې د مخالفینو هدف پلازمینه دمشق دی.
ولسمشر اردوغان په استانبول کې د جمعې د لمانځه نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.