د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني نن تورکیې ته راځي.
د قطر امیر د تورکیې او قطر ترمنځه په عالي کچه د ستراتیژیکو همکاریو د کمیټې په غونډه کې د ګډون په موخه نن تورکیې ته راځي
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني نن تورکیې ته راځي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د ال ثاني نه د رسمي مراسمو سره هرکلی وکړي.
وروسته به اردوغان او ال ثاني دوه په دوه لیدنه وکړي.
ولسمشر اردوغان او ال ثاني به د تورکیې-قطر په عالي کچه د ستراتیژیکې کمېټې په لسم کنفرانس کې ګډون وکړي. د غونډې وروسته به د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د همکارۍ هوکړه لیکونو د لاسلیک شي.
ولسمشر اردوغان به ماښام په قطر د امیر په ویاړ میلمستیا ورکړي.
تمه کیږي چې په دې لیدنه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.
د قطر امیر سفر د اسرائیلو، حماس او غزې په جبهه کې د پېښو د ارزونې له نظره هم خورا مهم ګڼل کیږي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې د مخالفینو هدف پلازمینه دمشق دی.
ولسمشر اردوغان په استانبول کې د جمعې د لمانځه نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.