د تورکیې لخوا جوړه شوې ملي روزنیز جیټ الوتکې حور جیټ په بریالیتوب سره الوتنه وکړه

د  تورکيې د  هوايي او فضايي صنعت شرکت  لخوا جوړ شوی د تورکیې لومړنی ملي جیټ روزنیز الوتکه حور جیټ  دوهمې نمونې خپله لومړنی الوتنه په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

2209564

د  تورکيې د  هوايي او فضايي صنعت شرکت لخوا د خپور شوي  بیان له مخې، د لومړني حور جیټ روزنیز الوتکې خپله لومړۍ الوتنه د ۲۰۲۳ کال د اپریل په ۲۵مه ترسره کړې وه.

حور جیټ  تر اوسه له ۱۴۰ څخه زیات ازموینې بشپړې کړي دي.

حور جیټ  لومړني پورتاتیف یا نمونه له ۴۵ زره فوټه ارتفاع څخه پورته تللی او د غږ څخه يي سرعت اوښتی وو، اوس د حر جیټ  دوهمې پورتاتیف یا نمونې  هم خپل لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب بشپړه کړه.

د حر جیټ  دوهمې  پورتاتیف یا نمونه ۲۶ دقیقې په هوا کې پاتې شوه او بیلابیل مانوري ازموینې یې ترسره کړې.

په ۲۰۰ ناټ سرعت کې په ۱۰ زره فوټه ارتفاع کې لومړۍ الوتنه په بریالیتوب سره بشپړه شوه.

اړوند خبرونه