د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه خپل کلک هوډ څرګند کړ.

ولسمشر اردوغان : هیواد به ددې ترهګرو له شر څخه خلاص کړو. د تورکیې سره به ددوې هر ډول اړیکه پرې کړو. ددوې ریښې به وچې کړو.

2208767
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه خپل کلک هوډ څرګند کړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه خپل کلک هوډ څرګند کړ.

ولسمشر اردوغان پرون د چانکایا په  ماڼۍ کې د کابینې له غونډې وروسته ملت ته په وینا کې، لومړی د ملي مبارزې لوی قوماندان، د جمهوریت بنسټ ایښودونکی غازي مصطفی کمال اتاترک د مړینې د  ۸۶م تلین په مناسبت  اتاترک او د هیواد ټولو اتلانو او شهیدانو ته دعا وکړه.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د کلک هوډ پیغام ورکولو سره وویل: "موږ به په ټول هیواد کې داسې یو چاپیریال رامنځته او پیاوړی کړو چې هلته به ترهګري نه وي، د جلاغوښتونکې ډلې تور سیوری به له سیاست او ټولنې څخه بشپړ لرې کړو، او یو داسې فضا به رامنځته کړو چې  سوکالي، سوله او امنیت پکې حاکمه وي."

اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه  به  د  وینې بهونې  او ترهګرۍ دا ماشین چې د عراق په شمال کې د قندیل په غرونو کې  پټو د ترهګرو مشرانو په اشاره چلیږي په بشپړه توګه له منځه یوسي. تورکیه په بشپړه توګه د ترهګرۍ د لمنځه وړو په برخه کې پوره هوډ او قوي عزم او اراده لري. هیواد به ددې ترهګرو له شر څخه خلاص کړو. د تورکیې سره به ددوې هر ډول اړیکه پرې کړو. ددوې ریښې به وچې کړو.



اړوند خبرونه