د تورکیې د ټرانسپورت وزیر : د پراختیايي لارې پروژه کیدای شي چې په ۵ یا ۶ کلونو کې بشپړه شي
د تورکیې د ترانسپورټ او زیربنا وزیر يورال اوغلو وویل ، د پراختیايې لارې پروژه کیدای شي چې د ۵ یا ۶ کلونو په دننه کې پلي شي.
د تورکیې د ترانسپورټ او زیربنا وزیر يورال اوغلو وویل ، د پراختیايې لارې پروژه کیدای شي چې د ۵ یا ۶ کلونو په دننه کې پلي شي.
د تورکیې د ټرانسپورت وزیر د پراختیايي لارې پروژې په اړه د عراق په پلازمینه بغداد کې جوړه شوې د تورکیې، عراق، متحده عربي اماراتو او قطر په ګډون د وزیرانو د شورا په دویمه څلور اړخیزه غونډه کې د ګډون نه وروسته خبري کنفرانس کې ګډون وکړ.
يورال اولو څرګنده کړه چې د ۱۲۰۰ کیلومترو په اوږدوالي سره دا پروژه د اورګاډي او لوې لارې په درلودو سره په واقعیت کې چې یوه ډیره ارزښتناکه پروژه ده. هغه وویل، موږ پدې غونډه کې په پروژه کې د انرژۍ او مخابراتي شبکې د اضافه کولو په څرګنتیا او امکاناتو هم خبرې وکړې.
اورال اوغلو وویل چې دوی په پام کې لري چې په ۲۰۲۵ کال کې د دې پروژې د جوړولو کار پیل کړي او وویل ، کیدای شي چې په ۵ یا ۶ کلونو په دننه کې دا پروژه بشپړه شي.
د پراختیايي سړک پروژه یوه مهمه پروژه ده چې موخه یې د تورکیې او عراق ترمنځ د ځمکې او ریل پټلۍ ترانسپورټي دهلیز پراختیا ده، چې د بصره ښار څخه د تورکیې پولې ته غځول کیږي.