هاکان فیدان : د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر مړینه به ددوې پر خلاف زمونږ مبارزه کې سکته رانشي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیرهاکان فیدان وویل چې د فتح الله ګولن تروریستي سازمان مشر فتح الله ګولن مړینه به د زمونږ د غفلت لامل نه شي او د دې ډلې پر وړاندې مبارزه به په همدې شان دوام ومومي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیرهاکان فیدان وویل چې د فتح الله ګولن تروریستي سازمان مشر فتح الله ګولن مړینه به د زمونږ د غفلت لامل نه شي او د دې ډلې پر وړاندې مبارزه به په همدې شان دوام ومومي.
فیدان په پلازمېنه انقره کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها سره لیدنه وکړه.
ددې لیدنې نه وروسته دواړو وزیرانو په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
وزیر فیدان د ګډې خبري غونډې وروسته پوښتنې ځواب کړې.
فیدان د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر مشر ترهګر ګولن د مړینې په اړه وویل " د د فتح الله ګولن ترهګرې ډلې بڼسټ ایښودونکی او مشر مړ شوی دی. زموږ استخباراتي سرچینې هم د ددې ترهګرې ډلې د مشر مړینه تاییدوي."
د بهرنیو چارو وزیر وویل "دا مړینه به موږ غفلت ته ونه هڅوي. زموږ دولت به د دې ډلې پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. دې ډلې د سپېڅلو ارزښتونو په نامه زموږ ځوانان په خپلو لیکو کې راټول کړي او دا ځوانان یې په داسې ماشین بدل کړي چې له خپل ملت سره خیانت کوي. موږ هغوی ته بلنه ورکوو چې له دې له خیانت ډک ناسم لارې څخه لاس وأخلي."