د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي سفر البانیا او صربستان ته لاړ.
د ولسمشر اردوغان نه د سفر په لومړي تم ځای البانیا کې ددې هیواد د ولسمشر بایرم بیګای لخوا د رسمي مراسمو په ترڅ کې تود هرکلی وشو. اردوغان او بیګای وروسته دوه په دوه لیدنه وکړه. دواړو ولسمشرانو وروسته د پلاوو تر منځ په لیدنه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان به د البانیا له لومړي وزیر ایدي راما سره هم وګوري.
اردوغان به د ایدي رام سره په ګډه د تیران نمازګاه جومات چې د بالکان تر ټولو لوی جومات دی او د تورکیې په مالي مرسته جوړ شوی د پرانیستو په مراسمو کې هم ګډون وکړي.
اردوغان به په البانیا کې د خپلو رسمي لیدونو کتنو نه وروسته بلګراد ته ولاړ شي او هلته به د صربستان له ولسمشر الکساندر ووچیچ سره د سوداګرۍ په غونډه کې ګډون وکړي.
تمه کیږي چې ددې سفر په ترڅ کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په موخه په مختلفو برخو کې د همکارۍ تړونونه لاسلیک شي.
په دې لیدنه کې به د اوسنیو نړیوالو او سیمه ییزو مسایلو په ځانګړې توګه د بالکان، غزې، د اشغال شوې فلسطیني سیمو او پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو په اړه د نظر تبادله وشي.