د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
د تورکیې د ملي امنیت شورا د اسرائیلو لخوا ټول منځني ختيځ ته د جګړې د لمنې د خورولو د مخنیوي په خاطر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او په ځانګړي توګه د ټولو مسئولو نړۍوالو سازمانونو نه هسمدستي د اقدام کولو غوښتنه وکړه.
د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
د تورکیې د ملي امنیت شورا د اسرائیلو لخوا ټول منځني ختيځ ته د جګړې د لمنې د خورولو د مخنیوي په خاطر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او په ځانګړي توګه د ټولو مسئولو نړۍوالو سازمانونو نه هسمدستي د اقدام کولو غوښتنه وکړه. د تورکیې د ملي امنیت شورا ویلي دي چې د اسرائیلو هدف ښکاره دی، د هغوې هدف فلسطین نه بلکې ټوله سیمه د اور په لمبو کې سوځول دي.
دا اعلامیه د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا له غونډې وروسته خپره شوه.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د سوریې په خاوره کې د میشتو ترهګرو سازمانونو د شنډولو په موخه فعالیتونه به په پرله پسې توګه دوام ومومي او هر هغه پلان او دسیسې ته به اجازه ورنکړل شي چې د تورکیې ملي امنیت ته زیان رسوي او له عراق سره به په دې برخه کې همکاري زیاته شي. د تروریستي سازمانونو په وړاندې مبارزه چې د ټولو هیوادونو لپاره یو ګډ ګواښ دی، په ځانګړې توګه د PKK/KCK-PYD/YPG او داعش پر خلاف به پرته د ځنډه دوام وکړي.
په اعلامیه کې "د ټولو مسئولو او په تیره بیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل شول چې ژر تر ژره د هغو بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي چې اسرائیل د فلسطین له خاورې هاخوا منځني ختیځ ته د جګړې د لمن د خپرولو په هدف يي ترسره کوي. د اسرائیلو د غیر انساني بریدونو په مقابل کې د تورکیې دولت او ملت " د دوست او ورور هیوادونو لبنان او فلسطین د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ دي. همداشان په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش د نامطلوب شخص په توګه اعلانول او پر هغه اسرائیلو ته په سفر بندیز لګول د اسرائیلو د بې قانونۍ د وروستۍ بېلګه ده. تورکیه د ملګروملتونو د سرمنشي ګوتریش نه قوي ملاتړ کوي.ʺ
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د ډونلد ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکي ډونلډ ټرمپ ته مبارکي ورکړه.