اردوغان : اسرائیلو ټوله سیمه د اور په لمبو کې اچولې او نړۍ باید نور چوپه خوله پاتې نشي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، نړیواله ټولنه نور د اسرائیلو د دې جنایت په اړه چې ټوله سیمه یې په اور کې اچولې ده،  چوپه خوله پاتې نشي.

2193294
اردوغان : اسرائیلو ټوله سیمه د اور په لمبو کې اچولې او نړۍ باید نور چوپه خوله پاتې نشي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، نړیواله ټولنه نور د اسرائیلو د دې جنایت په اړه چې ټوله سیمه یې په اور کې اچولې ده،  چوپه خوله پاتې نشي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د کابینې د غونډې نه وروسته وکړې.

اردوغان څرګنده كړه چې اسرائيلو پر لبنان خپل بريدونه نور هم زيات كړي دي او په تېرو دوو اوونيو كې د اسرائيلو په بريدونو كې تر ۱۰۰۰ زياتو لبنانيانو چې ډیری ماشومان دي خپل ژوند له لاسه وركړى دى.

اردوغان څرګنده كړه چې د فلسطين او لبنان ساتنه چې نن د اسرائيلو تر بريدونو لاندې دي، د انسانيت، سولې او د بېلا بېلو عقيدو د ګډ ژوند د فرهنګ د ساتنې په معنا ده.

"اسلامي هېوادونه باید په غزه، لوېدیځه غاړه او لبنان کې د ظلم په وړاندې ستر ځواب ورکړي. د مسلمانانو په توګه موږ باید د ظلم په مخنیوي کې د نړۍ رهبري وکړو."

هغه دې ته په اشارې سره چې د اسرائیلو د حملو په اړه مهمه خبره د اسلامی نړۍ چلند دی.

"یو څو چنده سخت دریځي صهیونیسټان چې د بې ګناه انسانانو د وینو تګي دي، زموږ سیمه او ټوله نړۍ په اور کې اچولې، موږ به هېڅکله دغه ظلم او دغه وحشت ته تسلیم نه شو. نړیواله ټولنه نوره د اسرائیلو د تېري په اړه چوپه خوله پاتې کیدای نشي. ټوله سیمه په اور کې سوځي."

"موږ پر نړیوالې ټولنې او اسلامي نړۍ غږ کوو چې د مسلمانانو، یهودانو او عیسویانو په ګډون زموږ په سیمه کې د ټولو د سولې لپاره اقدام وکړي."

اردوغان  ددې خبرې په ټینګار وویل چې اسرائیل هغه اوربند ته چې د حماس لخوا منل شوی وو مجبورولو په خاطر اقتصادي، سوداګریز او ډیپلوماتیک ګامونه نه دي اخیستل شوي . ولسمشر اردوغان وویل چې د نړۍ ننی د عدالت نظام ناتوانه شوی دی چې دا  د افسوس خبره ده.



اړوند خبرونه