تورکیې د جرمني سره د ناقانونه کډوالو په اړه د هر ډول تړون لاسلیکول په کلکه توګه رد کړل.
د تورکیې د عامه اړیکو ریاست هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې هغه کسان چې په آلمان کې د اوسیدو قانوني جواز نه لري تورکیې ته رالیږل کیږي.

د تورکیې د عامه اړیکو ریاست د ناسمو معلوماتو پر خلاف د مبارزې ادارې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې هغه ادعاوې چې د ځینو الماني رسنیو په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي چې ګواکې "له آلمان سره د پناه غوښتونکو/کډوالو د تړون له مخې، ۲۰۰ کډوال چې په المان کې د پناه غوښتنې رد شوې وې تورکیې ته لیږل شوي حقیقت نلري.
په اعلامیه کې راغلي دي چې دا خبرونه او پدې اړه ځینې عکسونه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د غړیو لخوا په هیواد کې د خلکو غبرګونونو د راپارولو په موخه د پروپاګند په خاطر خپاره شوي دي.
په اعلامیه کې له هیوادوالو غوښتنه شوې ده چې پدې ډول ناسمو خبرونو او تبلیغاتو باور ونکړي، تورکیې د کډوالو په برخه کې د جرمني سره هیڅوم تړون ندی لاسلیک کړی. یو تن ناقانونه کډوال هم تورکیې ته ندی رالیږل شوی.